جمشید یما امیري

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د عبدالکبیر پر ګوښه کولو او د کډوالو وزیر په توګه له ګومارنې یوه اونۍ تیریږي، خو د طالبانو دوو سرچینو موږ ته وویل، چې هغه لا هم په سپیدار ماڼۍ کې دی او تراوسه د خپل نوي ماموریت د پیلولو لپاره کډوالو وزارت ته نه دی تللی.