ملا هبت الله د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال څوکۍ چا ته سپاري؟

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د عبدالکبیر پر ګوښه کولو او د کډوالو وزیر په توګه له ګومارنې یوه اونۍ تیریږي، خو د طالبانو دوو سرچینو موږ ته وویل، چې هغه لا هم په سپیدار ماڼۍ کې دی او تراوسه د خپل نوي ماموریت د پیلولو لپاره کډوالو وزارت ته نه دی تللی.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده تراوسه د کبیر د ځایناستي په توګه هیڅ کس نه دی معرفي کړی. د طالبانو اداره درې مرستیالان لري چې اداري، اقتصادي او سیاسي برخو ته ځانګړي شوي دي، چې تر دې بدلونونو پورې ازبک توکمه سلام حنفي، پښتون توکمه ملا عبدالغني برادر او مولوي کبیر یې مسئولیت لري. په طالبانو کې د تاجک او هزاره سترو قومونو هیڅ چګپوړی چارواکی نشته او دغه کمبودددې لامل شوی، چې خلک د ریاست الوزرا په رهبري کې د تاجک مرستیال ټاکلو اټکل وکړي.

مولوي کبیر بیا یواځې عادي مرستیال نه و. هغه په هغه وخت کې چې ملا حسن له عامه انظارو ورک شو، د طالبانو د رییس الوزرا د سرپرست په توګه وټاکل شو او عملاً په کابل کې د طالبانو د ادارې لومړی کس و.

تر دا مهاله کډوالو وزارت ته د مولوي کبیر نه تګ چې منځلاری طالب او یوڅه په نړیوالو مسایلو پوه ګڼل کیږي، دا ګومانونه رامنځته کړي، چې هغه د طالبانو حکومت کې د خپل موقف د ټیټېدو له کبله ناراضه دی، خو د طالبانو د حکومت دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې مولوي کبیر د ملا هبت‌الله نوې پرېکړه منلې او راتلونکې اونۍ به خپل کار د کډوالو وزیر په توګه پیل کړي.

تر هغه وخته د طالبانو امنیتي چارواکي د کډوالو وزارت کې د امنیتي تدابیرو په ټینګولو بوخت دي، چې د داعش د خونړي ځانمرګي برید شاهد و او د کډوالو د پخواني وزیر خلیل حقاني ژوند یې واخیست. دا سرچینې وايي چې د کډوالو چارو وزارت د کارکوونکو په اړه د طالبانو استخباراتي څېړنې لا هم روانې دي او د مولوي کبیر د معرفي کولو پروګرام لپاره اقدامات روان دي. دوی وايي چې د طالبانو ماموران د نوي وزیر له تګ دمخه د ځینو چارواکو ګرځنده تلیفونونه او کمپیوټرونه ګوري.

په دې کې شک نشته چې د طالبانو وزیران، قوماندانان او چارواکي به تر دې دمه د ملا هبت الله له امرونو څخه سرغړونه ونه کړي او حتا که مولوي کبیر د ولسوال په توګه وټاکل شي، هغه به دا امر ومني.

د طالبانو چارواکو په وار وار ویلي چې د دوی د ډلې په حکومت کې بدلونونه عادي دي او دوی لیواله دي چې په هر هغه موقف کې کار وکړي چې هبت الله اخوندزاده یې امر وکړي. دا تمه نه کېږي چې عبدالکبیر به له خپلې نارضایتۍ سره سره له دې قاعدې څخه انحراف وکړي.

د مولوي عبدالکبیر د نارضایتۍ په اړه ګونګسې هغه مهال ډېرې شوې چې د پکتیا او د افغانستان د ختیز طالبانو د خلیل حقاني زوی احمد حقاني د هغه له ناڅاپي وژنې وروسته د هغه د پلار ځایناستی وټاکه. په تصادفي توګه، یو له هغو کسانو چې د احمد حقاني پر سر یې د ځای ناستی توب لونګۍ کېښوده، پخپله مولوي کبیر و. که څه هم طالبانو وروسته هڅه وکړه چې دا کار د قومي مشرۍ په دود وګڼي ، خو کډوالو وزارت ته د تګ په اړه د مولوي کبیر زړه نازړه توب بې معنا نه دی.

عبدالکبیر، چې پخوا د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال و، ناڅاپه د ملا هبت الله له نظره ولوېد او د طالبانو د مجلس له مشرۍ را کوز شو. دا اقدام ښیي چې د طالبانو د مشر هبت الله پلانونه او کړنې د وړاندوینې وړ نه دي.

د سیاست او حکومت په نړۍ کې د یو سیاستوال لپاره د مرستیال صدراعظم مقام له لاسه ورکول او په ټیټ مقام کې ټاکل کیدل یوه سیاسي سزا ګڼل کیږي. دا بدلون ښيي چې د هغه له فعالیت څخه نارضایتۍ شته یا سیاسي اختلافات د هغه د لرې کولو لامل شوي دي. خو د طالبانو اداره له دې سیاسي نړۍ څخه د بل هر څه په څیر متفاوته ده.

د طالبانو انحصاري او تړلي ماهیت او د معلوماتو نه خپراوي ته په پام، د عبدالکبیر یا کوم بل چارواکي د ګوښه کولو پر لاملونو پوهیدل ګران دي. خو داسې ښکاري چې د طالبانو دغه پټ مشر د هغو لوړ پوړو چارواکو د لرې کولو لپاره قوي لېوالتیا لري چې د هغه پالیسۍ په دقت سره نه تعقیبوي. یو دلیل یې دا دی چې هبت الله د خپلې شاوخوا خلکو له ځواکمنېدو سره علاقه نه لري. له بهرنیو استازو سره د مولوي کبیر خبرې اترې او د عکس نه اخیستلو پر وړاندې مقاومت د ملا هبت الله له سختې پالیسۍ سره سمون نه لري.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په توګه د خپلې دندې په جریان کې عبدالکبیر په دوامداره توګه له قومي او مذهبي ډلو سره ولیدل او هڅه یې وکړه چې د طالبانو د رژیم یو "ټول شموله" انځور وړاندې کړي.

تجربو ښودلې ده چې د طالبانو په څېر دیکتاتورو رژیمونو کې د مشرتابه په لیکو کې د خپلو تر لاس لاندې کسانو په تړاو شک او بدبیني ډیره عامه ده، په ځانګړې توګه د رژیم د مشر پر وړاندې او هغه حرکتونه چې د ځواک ښودلو، بسیج، ملګرتیاپالنې یا عامه شهرت ترلاسه کولو د هڅو په توګه لیدل کیږي.

له بلې خوا، که څه هم ملا هبت الله د خلکو له نظره پټ دی، د سپیدار ماڼۍ مولوي کبیر خپل کارځای د غیر کندهاریانو په مرکز بدل کړی و، چې د دې ډلې داخلي شخړو او سیالیو ته په پام کولی شي د واک نوې اړیکې رابرسېره کړي او هبت الله وننګوي.

د رییس الوزرا نوی کفیل

اوس، داسې ښکاري چې د عبدالکبیر کیسه پای ته رسیدلې او هغه به د کډوالو د وزیر په توګه خپل کار پیل کړي، خو اصلي پوښتنه دا ده چې څوک به یې ځای ناستی شي؟ ایا ملا هیت الله، که په ظاهره هم وي، هڅه به وکړي چې د یوه غیر پښتون مرستیال په راوستلو سره د طالبانو سیاسي مشرتابه پراخه کړي، یا برعکس پر خپله حلقه به د تمرکز له لارې چې د کندهار طالبان پکې شامل دي، واک نورهم په ځان متمرکز او د طالبانو نورې څانګې کمزورې کړي؟

د عبدالکبیر د ځایناستي د ټاکلو په اړه څو سناریوګانې دي: لومړۍ سناریو دا ده چې که ملا هبت الله د ختیزې سیمې او د حقاني شبکې د نفوذ له ساحې څخه د عبدالکبیر ځایناستی وټاکي، نو احتمال لري چې محمد نبي عمري په نظر کې ونیسي چې د جلال الدین حقاني نږدې کس و. د حقاني شبکې یو شمېر پلویانو د انس حقاني نوم هم یاد کړی، خو احتمال یې ډېر کم ښکاري.

د سراج الدین له سرخوږه د ځان ژغورنې لپاره د هغه انتخاب هم احتمال لري. سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر د مرستیال په توګه د خدمت کولو تاریخ هم لري. د طالبانو مشر له ډېرې مودې راهیسې له کورنیو چارو وزارت څخه د سراج الدین حقاني د لرې کولو لپاره د یوې لارې په لټه کې دی، ځکه په کورنیو چارو وزارت کې د هغه شتون د ملا هبت الله او د کندهار سیمې لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي. سراج حقاني پخپله له دې مسالې خبر دی او ښايي ونه غواړي چې خپل حساس امنیتي مقام د مرستیال لومړي وزیر په مقام بدل کړي. حقاني په وروستیو میاشتو کې په دوامداره توګه د طالبانو پر مشر په غیر مستقیم ډول نیوکې کړې دي.

بل نوماند ندامحمد ندیم دی، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر دی. هغه په ​​کابل کې ملا هبت الله ته نږدې او باوري کس ګڼل کیږي. ندیم خپل کار په ننګرهار ولایت کې پیل کړ او بیا د کابل د والي په توګه وټاکل شو او اوس د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر دی. ندیم د ملا هبت الله د فکر لاره تعقیبوي او په وار وار یې د هبت الله د پالیسیو دفاع کړې او د خپل مشر د امرونو پر منتقدینو یې سختې نیوکې کړې دي. له بهرنیو ډیپلوماتانو سره د اړیکو په برخه کې د سیاسي مرستیال په توګه د هغه درلودل به د ملا هیبت الله اخوندزاده له نظریاتو سره مرسته وکړي. ځینو سرچینو د عبدالکبیر د ځای ناستي لپاره د ممکنه نوماندانو په توګه د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله آغا او د طالبانو د علماوو شورا غړی اختر محمد زعفراني هم یاد کړي دي، خو هغوی په سیاسي برخه کې کافي تجربه نه لري او په دې پوست کې کار کول به ورته راحت نه وي.

په عین حال کې، د تاجک مرستیال چانس باید له پامه ونه غورځول شي. د تاجکانو په ګډون ډېر بې اغېزې اشخاص شته چې د طالبانو ادارې ته د سمبولیکو مرستیالانو په توګه کار کولی شي. په دې کې د فرامینو د تعقیب او نظارت د لوی رییس مولوي شمس الدین نوم هم یادېدای شي، خو د هزاره وو له منځه د مرستیال ټاکلو چانس د دوی د مذهبي توپیرونو له امله خورا کم دی.

خو په پای کې، د ملا هبت الله اخوندزاده د نظرونو تحلیل دومره اسانه نه دی. دا احتمال هم شته، چې د طالبانو مشر دغه پوسټ بیخي له منځه یوسي. ظاهرا، کندهار پریکړه کوي چې څوک د طالبانو په رژیم کې تر ټولو مهم سیاسي مقام ته وټاکي او دا پریکړه به په کابل کې د هیچا په مشوره نه کیږي.