ملا برادر: د دوحې غونډه د طالبانو له ګډون پرته نتیجې ته نه رسېږي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره لیدنه کې ویلي، د دوحې غونډه د دوی له ګډون پرته نتیجه نه لري.

د قطر د دولت وزیر په مشرۍ پلاوي نن کابل ته په تللو د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي دي.

د عبدالسلام حنفي دفتر وايي، په دې لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیال هم و او د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د نوموړي د دفتر په اعلامیه کې د دوحې غونډې ته اشاره نه ده شوې، خو د طالبانو د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال دفتر په خپله اعلامیه کې دا غونډه هم یاده کړې ده.

د دې اعلامیې له مخې د قطر مرستیال بهرنیو چارو زویر له ملا بردار سره په لیدنه کې له دې ډلې غوښتي چې د دوحې غونډه کې ګډون وکړي.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي، قطر هیله من دی چې د طالبانو ګډون سره د دوحې راتلونکې غونډه کې نتیجه ترلاسه شي.

ملا برادر هم په ځواب کې ویلي، چې د طالبانو له ګډون پرته ورته غونډې نتیجه نه ور کوي.

نوموړي هیله ښودلې چې په دا ډول غونډو کې د طالبانو نظر او دریځ ته درناوی وشي: «د اسلامي امارت له استازي پرته د افغانستان په اړه نړیوالې جوړېدونکې غونډې کومې پایلې ته نشي رسېدلی نو پکار ده، چې په دې ډول غونډو کې د اسلامي امارت دریځ ته درناوی او خبره یې واورېدل شي.»

د دوحې دریمه غونډه اوه ورځې وروسته د قطر پلازمېنه کې پیلېږي.

ملګرو ملتونو ویلي دي، د دې غونډې هدف «له افغانستان سره په منظم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتول دي.»

د قطر تر پلاوي مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډي کارلو کابل ته د سفر په ترڅ کې طالب چارواکو ته د دوحې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده

طالبانو په دغه غونډه کې د ګډون په هکله څه نه دي ویلي، خو په تېره غونډه کې یې ګډون ونه کړ.

طالبان په تېره غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالف و.

دوی وايي، یوناما په افغانستان کې شته او بل استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

له بلې خوا نن دد ملا کبیر په مشرۍ طالبانو سیاسي کمېسیون په یوه ناسته کې په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کوي.

نوموړي د دوحې په دریمه غونډه کې ګډون د دغې ډلې د «موقف» منلو سره مشروط بللی دی.

نور خبرونه

رادیو