د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کټ مټ د طالبانو د تېر پړاو واکمنۍ ته ورته ده او دغه ډله هغه څه تر سره کوي، چې په لومړۍ واکمنۍ کې یې هم ترسره کړي و.
افغان ښځینه فزیک پوهه شکردخت جعفري چې اوسمهال په برېتانیا کې مېشته ده، د ۲۰۲۴کال د ډینامیک جایزې ګټونکې شوه. نوموړې ته د ډینامیک «د کال غوره نوښتګرې» جایزه په برېتانیا کې ورکړل شوه.
د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، له کډوالۍ خپل ټاټوبي کندوز ته ۲۳۴ ستنو شویو نجونو د قابلګۍ زدکړې په درې کلنه دوره کې د ګډون لپاره ازموینه ورکړه. دغه وزارت نن په خپل اېکس کې زیاتوي، چې دا پروګرام د کډوالۍ د ریاستونو د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ جوړ شوی دی.
د پاکستان او ويسټ انډيز ښځینه کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوره لوبو لومړۍ پاکستان د يوې منډي په توپير وبايلله. د ويسټ انډيز د ښځو کرېکټ لوبډلې له پاکستانه د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ګټلې ده.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې په افغانستان کې له خبري پوښښ ور هاخوا بشري وضعیت خورا بد دی. دغه بنسټ په اېکس پاڼه کاږلي، پر ښځو او نجونو لګول شویو بندیزونو دوی لا زیانمنې کړې او مرستو ته یې اړې اېستې.
د بشري حقونو یو بنسټ فریډم ناو خبر ورکړی، د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي چې د طالبانو لهخوا څه موده مخکې نیول شوې هم وه؛ د نوبل جایزې معادل د مارتین اېنالز جایزې لپاره نومانده شوې.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د اړیکو او د ټیکنالوژۍ اطلاعاتو په برخه کې د نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي:« په داسې حال کې چې نړۍ هڅه کوي، لا ډېرې نجونې دې برخې ته راشي د مېلیونونو افغان نجونو لپاره چې له ښوونځي څخه محرومې دي، افغانستان د هیلو په هدیره بدل شوی.»
په سویډن کې د اکرم عثمان څلورم ادبي فیسټیوال کې د افغان لیکوالانو کیسې سیالۍ ته وړاندې شوې وې، چې په پای کې د نوې لیکوالې رڼا زرمتۍ د «اسیه او شینو» کیسې لومړی مقام وګاټه.
له کندهاره سیمهایزې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، یاده پېښه تېره ورځ د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د پوڅې په کلي کې شوې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، په پاکستان کې مېشت افغانان هېواد ته د جبري ستنېدو سره له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي. دغه سازمان وایي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون ډېر بې اسناده افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د کندهار ولایت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د کندهار لپاره د طالبانو مرستیال والي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د ځانګړې استازې سره په لیدنه کې د مور او ماشوم لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو غوښتنه کړې.
پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې خبر ورکړی چې دمګړۍ په پاکستان کې له ۳۵ کلو پورته نجونې د واده په تمه ناستې دي. دغه شمېرې په پاکستان کې د ودونو اړوند جدي ستونزې په ګوته کوي.
د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې بسمه معروف نن ناڅاپه له دې لوبې سره مخه ښه وکړه. د نوموړې له تقاعد هممهاله له ویسټ انډیز څخه په خپل کور کې له درېیو پرلپسې ماتو وروسته د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډلې شورا منحل شوه.
خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ