د پاکستان د جمیعت العمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پرون ناوخته د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د خپل ګوند غړو ته ویلي، چې د دوی د صبر کاسه ډکه شوې او نور د پاکستاني پوځ د زغملو وس نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنې په ورځ د پاکستان په خاوره کې د داعش فعالیت یو «نامسووله» تور وباله. د دغه وزارت ویاندې ویلي، طالبان دې « د دغو نامسوولانه څرګندونو پر ځای، په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلی ګام واخلي.»
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستاني طالبانو مشر په کابل کې د طالبانو له مرستیال دفاع وزیر فاضل مظلوم سره وړمه ورځ ولیدل. دا لیدنه په داسې مهال ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن بیا له طالبانو وغوښتل، چې د ټي ټي پي په ګډون د مختلفو وسلوالو پرضد ګام پورته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت تم شو او له اسلام اباده یې وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې دوی بېرته نه ستنوي.
باوري سرچینې وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خیبرپښتونخوا باجوړ په نواپاس لاره کې د پاکستاني پوځ او وسله والو په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او څو نور ټپیان شوي. سرچینې وايي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې وسله وال د کونړ له لخوا له اغزن تار څخه باجوړ ته اوښتل.
له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تازه ۸۴ کورنۍ د سپین بولدک او توخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې افغانستان ته د ایران د زعفرانو په صادراتو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی. د ایران د کلیو د همکارې موسسې مسوول روح الله لطیفي وايي؛ افغانستان ته د ایران د زعفرانو صادرات ۱۹۸ سلنه زیات شوي دي.
د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰ ام پړاو سياليو کې، جاپان نن (شنبه د غویي۲۲مه) د مالیزیا په ایپو ښار کې د اذلان شاه جام هاکي ټورنمنټ کې پاکستان ته ۱-۴ ماته ورکړه.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۵۸۲ افغان کډوال (د غویي په ۲۰مه) د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته ستانه کړل شول. د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۶۷ کورنۍ چې ټولټال ۳۳۴ تنه کېږي؛ په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړل شوې.
د پاکستان لومړي وزیر د جمعې په ورځ (د غویي۲۱مه) په شمالي وزیرستان کې د نجونو په خصوصي ښوونځي د ترهګریز برید غندنه وکړه. تېره شپه په شمالي وزیرستان کې یو ښوونځی د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا په بمونو والوځول شو.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) مشر جنرال مایکل کوریکلا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د ګډو هڅو په اړه د پاکستان له پوځي چارواکو سره لیدلي دي.
د پاکستان تحريک انصاف جنرل سيکرټري عمر ايوب نن په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې د ګوند زنداني بنسټګر عمران خان له رهبرۍ شورا او سیاسي کمېټې څخه د شېر افضل مروت د لرې کولو پرېکړه کړې ده.
عوامي نشنل ګوند په یوې خبرپاڼې کې د دغه ګوند د غړي او د پښتو ژبې د مشهور شاعر اکمل لیوني د مړینې خبر ورکړی. نوموړی د اوه اویا کلونو په عمر په خیبر پښتونخوا کې پرون مړ شوی دی.
خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ