په سرپل کې د طالبانو د والي دفتر د غويي په ١٦مه اعلان وکړ، چې د صياد ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د سېلابونو د راوتلو له امله دوه تنه مړه شوي دي. په ورته وخت کې د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو هم په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له امله د یوه تن د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د وېډیوګانو په لېږلو په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی. سرچينې وايي، د هرات په ګلران ولسوالۍ کې سېلابونو درې کسان مړه کړي او ډېر مالي زيانونه یې اړولي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې د افغانستان په شمال کې د سېلاب ځپلو سره د مبارزې لپاره یې "سمدستي" اووه مټریک ټنه اړین درمل او طبي وسایل مرسته کړې ده.
د طالبانو د هواپوهنې اداره وایي، چې (د غويي په ۲۳مه نېټه) په اتو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل شوی. د دغې ادارې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو لپاره شوې ده.
د طالبانو د هواپوهنې اداره وایي، چې د (غويي ۲۱مې څخه تر ۲۲مې نېټې) پورې په ۲۲ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې، تېزو سېلیو او د سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېز باران، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کېږي.
د کینیا د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲۸ تنو ته رسېدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، چې د بدخشان او تخار لویه لاره د ډېرو سېلابونو راوتلو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه. په افغانستان کې د څو ورځو پرله پسې ورښتونو له امله د سر زیان تر څنګ مالي زیانونه اوښتي او د ولایتونو تر منځ غځېدلې لارې زیانمې شوې دي.
د هند په کیرالا ایالت کې د تودوخې کچې د لوړېدو له امله د دوشنبې تر ورځې ټول ښوونځي او کالجونه تړلي دي او په ساحلي سیمو کې له خلکو غوښتل شوي، چې په لمر کې کم وګرځي او په ځنګلونو کې د اور لګېدو د مخنیوي لپاره احتیاط وکړي.
د طالبانو د هواپوهنې اداره وایي، چې د (غویي په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه) په ۲۷ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې، توندو بادونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، د سالنګونو لویه لار چې تېره شپه اته بجې د ټرافیکو لپاره تړل شوې وه نن سهار د (غویي په ۱۱مه) د غټو او وړو موټرونو لپاره بېرته خلاصه شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لار د واورې، سخت توپان له امله چې د دید کچه یې کمه کړې وه، د ځاني تلفاتو او زیانونو د مخنیوي لپاره د ټرافیکو لپاره وتړل شوه.
د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د غويي میاشتې تر لسمې نېټې به د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې شړکنده بارانونه، واورې او ورسره د زورورو سېلابونو د راوتو اټکل هم کېږي.
خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ