
د قزاقستان د اقتصاد وزیر په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي
ټاکل شوې چې د قزاقستان د اقتصاد وزیر سیریک زومانګارین په مشرۍ یو پلاوی راتلونکې اونۍ طالب چارواکو سره د لیدنې په موخه کابل ته سفر وکړي. ددغه سفر په اړه ډېر مالومات نه دي خپاره شوي.
ټاکل شوې چې د قزاقستان د اقتصاد وزیر سیریک زومانګارین په مشرۍ یو پلاوی راتلونکې اونۍ طالب چارواکو سره د لیدنې په موخه کابل ته سفر وکړي. ددغه سفر په اړه ډېر مالومات نه دي خپاره شوي.
د افغانستان پانګهوال د لومړي ځل لپاره د ازبکستان د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له پلوه د پنځو مخکښو هېوادونو په نوملړ کې شامل شول. لومړی ځای لا هم د چین پانګهوالو دی، ورپسې د روسیې او ترکیې کمپنۍ دي.
د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې قزاقستان افغانستان ته د ۵۲۳،۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې ډېره برخه پکې اوړه او غنم دي.
جاپان له واشنګټن نه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لګول شویو اضافي تعرفو د بشپړ لرې کولو غوښتنه کوي. د سې شنبې په ورځ ددغه هېواد د اقتصاد وزیر په مشرۍ یوه جګپوړي مرکچي واشنګټن ته له سفر وړاندې وویل، چې دوی به دا غوښتنه له امریکايي لوري سره شریکه کړي.
دریو باوري سرچینو رویټرز ته ویلي، سعودي عربستان پلان لري چې پر سوریې د نړیوال بانک پاتې پورونه پرې کړي، چې دا به د بیارغونې لپاره د میلیونو ډالرو مرستو او د دغه هېواد له فلج عامه سکتور سره د ملاتړ لاره اواره کړي.
د پاکستان د دولتي بانکد معلوماتو له مخې، له پاکستان نه افغانستان ته د توکو او خدماتو صادرات د روان مالي کال (۲۰۲۴-۲۵) په لومړیو اتو میاشتو کې ۸۴،۲۵ سلنه زیات شوي، چې له مخې یې د صادراتو ټول ارزښت ۵۹۲،۸ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی.
د امریکا مشهور خصوصي پانګوال شرکت « کې کې ار » د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ډیویډ پتریوس به د دغه شرکت د منځني ختیځ د څانګې مشر وي، او همداراز یې په سیمه کې یو نوی پانګوال ټیم جوړ کړی، چې د خلیجي هېوادونود اقتصادي فرصتونو په لټه کې به وي.
د طالبانو ټولګټو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا (۱۲۸۸۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي چې یوازې ۴۵۷۸ ټُنه یې صادراتي توکي دي.
د پاکستان د اقتصادي څېړنو دولتي موسسې (PIDE) خبرداری ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د پاکستاني صادراتي توکو پر وړاندې د تعرفو د زیاتولو وروستۍ پرېکړه به د دغه هېواد پر صادراتو ویجاړونکی اغېز وکړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې یو نړۍوال ترکي شرکت په پنجشېر کې د برېښنا بند جوړوي. په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، چې دغه بند په پریان ولسوالۍ کې جوړېږي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره پر سوداګریزو راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو تر څنګ د ټرانزیټي ستونزو پر حل خبرې کړې دي.
امریکا له چین څخه د ځېرک ټلېفونونو، کمپیوټرونو او د ځینو بریښنایي تجهیزاتو د وارداتو په برخه کې ۱۲۵ سلنه تعرفې معاف کړې. د امریکا د ګمرکاتو ادارې شل ډوله توکي چې لپټاپ کمپیوټرونه، د معلوماتو ذخیره کولو او د معلوماتو د پروسس وسایل پکې شامل دي، د معافیت وړ اعلان کړي دي.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد سیاسي او اقتصادي پلاوي هرات ولایت ته سفر کړی. دا پلاوی د هرات له صنعتي ښارګوټي او خواف ـ هرات د پټللۍ روزنک تمځی ګوري او هرات کې له سیمه ییزو طالب چارواکو سره ویني او بیا به فراه ولایت ته لاړ شي.
د طالبانو د روغتیا وزارت او د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ د هوکړې له مخې، په ترمذ ښار کې د افغانانو لپاره شاوخوا ۲۰ د غاښونو درملنې کلینیکونه پرانیستل شي.
طالبان وايي، پر افغانستان د متحده ایالاتو لس سلنه تعرفه افغان صنعتکاران، کوچني کاروبارونه، نوې راټوکېدلې سوداګرۍ او په ځانګړي ډول ښځينه سوداګرې زیانمنوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې (اېف اې او) خبرداری ورکړی، چې د مراکشي ملخانو خپرېدو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کروندو ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.
طالبانو د برېښنا صندوق د مراقبت په نامه له خلکو نه په هره دوره کې د خدماتو په موخه د ۲۰۰ او له هټیوالو د ۴۰۰ افغانیو له اخیستو په انکار سره وایي، چې برېښنا شرکت په ارقامو کې تېروتنه کړې او د صندقونو د مراقبت لپاره په کال کې سل افغانۍ اخلي.
په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د ځمکنيو توتانو۴۸۰ ټنه حاصلات راټول شوي دي. محمد ولي محسن وویل چې سږ کال د ننګرهار په سره رود، خوږیاڼیو، کوټ او دره نور ولسوالیو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکې ځمکني توتان کرل شوي وو.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري او په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف په هرات کې د ټاپي پروژې څخه لیدنه کړې. یاد وزارت ویلي، چې د دغه پروژې په لړ کې دولس کیلومټره نل لیکه غځول شوې ده.
د افغانستان د رنګ تولیدي شرکونو ټولنه وايي چې افغانستان د رنګ د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شوی او پر بهرنیو رنګونو وارداتو دې تعرفه لوړه شي. د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې پاکستان، ازبکستان او تاجکستان ته د درې میلیون ډالرو په ارزښت رنګ صادر شوی.
د نوماډ کپیټلیسټ د پاسپورټونو درجه بندۍ په تازه راپور کې افغانستان د کمزورو هېوادنو په لېسټ کې راغلی او پاسپورټ یې د ۲۰۲۵ کال لپاره تر ټولو کمزوری پاسپورټ اعلان شوی. په دغه درجه بندۍ کې ایرلینډ لومړی مقام خپل کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د دغه هېواد پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه ولګوله، چې دې کې د افغانستان صادرات هم شامل دي. د طالبانو تر کنترول لاندې احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې غالۍ، زعفران، انځر، نسوار، جارو او پتنګ امریکا ته د افغانستان صادراتي توکي دي.