پخوانی افغان سفیر: د خیبر پښتونخوا د بیړني حالت تر شا د سیمې د بېثباتۍ اجنډا پرته ده

په پاکستان کې پخواني افغان سفیر عاطف مشعل، په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت د اعلان تر شا د سیمې د بېثباتۍ لپاره د پاکستان د پوځي مشرتابه د نورو اجنډاوو ادعا کړې. هغه، د دې اجنډا تطبیق ستونزمن ګڼلی، خو ویلي یې دي چې دغه تګلاره د افغانستان، چین، روسیې او ایران امنیت هم ګواښي.
عاطف مشعل د یکشنبې په ورځ( د تلې ۱۹مه) په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت د لګولو تر شا، د پاکستان پوځ پټه سیمهییزه اجنډا لري. د نوموړي په خبره، د پاکستان د پوځي مشرتابه اصلي موخه د دغو سیمو نظامي کول دي او د تحریک انصاف ګوند د اعتراضونو مهارول یوازې یوه ظاهري پلمه ده.
مشعل زیاتوي، که پاکستان هڅه وکړي چې د تېر په څېر بیا سیمې ته پروژوي جګړې راوړي، نو دا ځل به یې پلي کول ورته اسانه نه وي. هغه زیاته کړې چې پاکستان دا مهال له یوه پېچلي او څو اړخیز داخلي بحران سره مخ دی او د سیمې هېوادونه به هم په اسانۍ د دا ډول جګړو د تکرار اجازه ورنه کړي.
دغه پخواني افغان ډیپلومات خبرداری ورکړی چې د دې تګلارې او بېثباتۍ ګواښ به یوازې تر افغانستان پورې محدود پاتې نه شي. د هغه په وینا، د دا ډول اقداماتو له امله د چین، روسیې، مرکزي اسیا او ایران امنیت هم په مستقیم ډول له ګواښونو او اغېزو سره مخامخ کېدای شي.
عاطف مشعل څرګنده کړې چې د مدیریت شوې بېثباتۍ وخت نور تېر شوی او نوي نړیوال او سیمهییز واقعیتونه د پخوا په پرتله بدل شوي دي. هغه ټینګار کړی چې د پخوانیو تګلارو پر مخ وړل به د پاکستان لپاره یوه لویه ستراتیژیکه تېروتنه وي، ځکه چې دا ځل نه د ځواک انډول د پخوا په څېر دی او نه هم سیمه د دا ډول لوبو زغم لري.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت له لوري د لاریونونو او سیاسي ترینګلتیاوو د زیاتېدو په ترڅ کې په دغه ایالت کې د بیړني حالت د اعلانولو پرېکړه لاسلیک کړه، او د پاکستان مرکزي حکومت د یاد ایالت د تحریک انصاف ګوند ایالتي حکومت هم وځنډاوه
