اتمر د شخړې پراخېدو د مخنیوي لپاره له امنیت شورا نه د اقدام غوښتنه کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي او دا یې د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی. نوموړي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره بېړني او اغیزناک ګامونه واخلي.
نوموړي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره بېړني او اغیزناک ګامونه پورته کړي.
د بهرنیو چارو پخواني وزیر خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سیمې او نړۍ سوله او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي او په دې بحران کې د نورو سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو د ښکېلتیا خطر زیاتوي.
هغه د سیمې له هېوادونو هم وغوښتل چې د روانو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړي او د شخړې د سولهییز حل لپاره هڅې همغږې کړي.
حنیف اتمر همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندويه دفتر (یوناما) او د بشري حقونو او بشردوستانه اړوندو نړیوالو ادارو څخه د دغو بریدونو د څيړلو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د پاکستان پر سیاستوالو او پرېکړه کونکو غږ وکړ چې د زور او پوځي تقابل اوسنی چلند له سره و ارزوي، ځکه دده په باور، پر تاوتریخوالي تکیه او له وسلهوالو ډلو ابزاري ګټه اخیستل د پاکستان لپاره تلپاتې امنیت نه شي راوړلی.
د هغه په وینا، د دې کړکېچ تلپاتې حل ډیپلوماسي او سیمهییزې همکارۍ ته په ستنېدو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱_ (۲۰۲۳) پرېکړهلیک په هر اړخیز او صادقانه عملي کولو کې دی.
