د بشري حقونو ملاتړ بنسټ: د خبریالانو پر روان وضعیت چوپتیا انساني ارزښتونه لهمنځه وړي

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ بنسټ «راواه» د طالبانو په بند کې د درېیو خبریالانو شکېب نظري، حمید فرهادي او بشیر هاتف د ازادۍ لپاره د جوړ شوي کمپاین په ملاتړ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خبریالان له جدي ستونزو سره مخ دي.
