حنیف اتمر: د پاکستان «بزدلانه» او «جاهلانه» بریدونه له نړیوالو حقوقو څخه سرغړونه ده

د افغانستان د بهرنیو چارو مخکېني وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، پر کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د پاکستان وروستۍ بمبارۍ غندلې دي. هغه زیاته کړې، چې دغه بریدونه «بزدلانه» او «جاهلانه» دي چې نړیوال حقوق او انساني اصول پهکې تر پښو لاندې شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه په ښکاره توګه د ښه ګاونډیتوب له اصل سره په ټکر کې دي. اتمر د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د شته امنیتي ننګونو د حل لپاره دې د خبرو اترو او معقولو سولهییزو لارو ته مخه کړي. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «ړانده هوایي بمبارونه ستونزې نهحلوي، بلکې په سیمه کې د جګړې او بېثباتۍ اور نور هم بلوي».
د نسکور شوي جمهوري نظام دغه لوړ پوړي چارواکي پر کابل له واکمنو څخه هم غوښتي، چې د هېواد دوامداره دفاع یوازې د ملي یووالي او د ټولو خلکو په همغږۍ کې ممکنه ده. نوموړی لیکي: «اوسني واکمن د خپل تاریخي مسوولیت لهمخې مکلف دي، چې د افغانستان د ټولو خلکو د حقونو او ازادیو د رعایت، ټولنیز عدالت د تامین او د ملي پخلاینې د تحقق لپاره ژر تر ژره عملي او اغېزناک ګامونه پورته کړي».
اتمر داسې مهال دغه بمبارۍ غندلي، چې همدا نن شپه هم د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ جګړې روانې دي.
ملګرو ملتونو هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د پاکستان په دغو بریدونو او هوایي بمباریو کې تر اوسه ۵۰ عام ملکي افغانان وژل شوي او زرګونه نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
