د پاکستان سترې محکمې د پاکستاني مېرمنو افغان مېړونو ته د تابعیت ورکولو پرېکړه وځنډوله

د پاکستان سترې محکمې د پېښور عالي محکمې هغه پرېکړه، چې د پاکستاني مېرمنو افغان مېړونو ته د پاکستاني تابعیت ورکول تصدیقوي، ځنډولې ده.

د پاکستان سترې محکمې د پېښور عالي محکمې هغه پرېکړه، چې د پاکستاني مېرمنو افغان مېړونو ته د پاکستاني تابعیت ورکول تصدیقوي، ځنډولې ده.
د پاکستان سترې محکمې درې کسیزې جرګې د قاضي شاهد وحید په مشرۍ د افغان وګړو د تابعیت قضیه واورېده.
د دولت استازي رانا اسدالله محکمې ته وویل، چې دوی د ۲۰۲۳ کال د دسمبر د لومړۍ نېټې د پېښور عالي محکمې پر پرېکړه اعتراض کړی، ځکه یادې محکمې ویلي چې افغان وګړي کولای شي له پاکستاني ښځو سره تر واده وروسته د تابعیت سند او تذکرې ترلاسه کړي.
په غونډه کې قاضۍ مسرت هلالي پوښتنه وکړه: «تابعیت د کومو قانوني دلایلو پر بنسټ ورکول کېدای شي؟»
نوموړې زیاته کړه: «دا باید وڅېړل شي چې یو څوک قانوني لاره باندې راون دی که ناقانونه.»
د تابعیت او ثبت ادارې استازي محکمې ته وویل، هغه بهرني وګړي چې له پاکستاني ښځو سره واده کوي، باید قانوني ویزې ولري.
نوموړي زیاته کړه چې اوس تر ۱۱۷ پورې افغان وګړي د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.
د پاکستان سترې محکمې له دواړو اړخونو د وضاحت غوښتنه کړې او د پېښور عالي محکمې پرېکړه یې تر بل اعلان پورې ځنډولې ده.
د پېښور عالي محکمې دا پرېکړه د هغو افغان وګړو په ملاتړ کړې وه، چې له پاکستاني ښځو سره یې ودونه کړي او غوښتنه یې کړې وه چې د خپلې کورنۍ د یووالي او د قانوني استوګنې لپاره باید تابعیت ورکړل شي.


د پاکستاني طالبانو غورځنګ اعلان وکړ، چې ددغه غورځنګ پخوانی مرستیال او د هغه ښی لاس قوماندان دواړه په باجوړ کې وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي، چې د ټي ټي پي د رهبرۍ غړی قاري امجد چې په مفتي مزاحم مشهور و، د پنجشنبې په سهار د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې وژل شوی.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اکټوبر په ۲۹-۳۰ نېټه یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه عملیات ترسره کړي او په یادو عملیاتو کې یې د ټي ټيپي د رهبرۍ غړی قاري امجد چې په مزاحم مشهور و له درې نورو پاکستاني طالبانو سره وژلی دی.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاري امجد په افغانستان کې پټنځای درلود او په پاکستان کې یې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.
د پاکستان پوځ ویلي، چې د قاري امجد پر سر یې پنځه میلیون کالدارې انعام هم ایښی و.
پاکستان ویلي، چې قاري امجد یې د «عزم استحکام» عملیاتو پر مهال وژلی دی.
بل خوا تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قاري امجد او د هغه د یښي لاس قوماندان یاسر د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، چې د پاکستان پوځ په مکارۍ او تدریج د ناامنۍ فضا رامنځته کوي او بیا د دفاع او ترهګرۍ په نوم جګړې جوړوي. پشتین وايي، «پخپله ترهګري کوي، عام عام پښتانه وژني او د هغوی پر معدني وسایلو قبضه او لوټمار کوي».
منظور پشتین پر خپله ټولنیزه شبکه فیسبوک، د چارشنبې په ورځ، د لړم پر اوومه، ولیکل، چې « د مستعمرې پښتونخوا د پښتنو په وژنو عادت پنجابي پوځ نن یو ځل بیا په تیراه، خیبر کې عام بېګناه پښتانه شهیدان او زخمیان کړي دي».
پشتین وايي، د کورمې ولسونه په پېښور کې د پوځي عملیاتو پر ضد احتجاجونه کوي، خو څوک یې په کیسه کې نه دي، ځکه دده په وینا، « پنجابی به ولې د پښتنو په تکلیفونو زړه خوږوي؟».
هغه ددې ستونزو پړه د پاکستان پر پوځي مشرانو اچولې، چې ده «د پنجاب د جرنیلانو» اصطلاح ورته کارولې ده.
پشتین زیاته کړې، « که څوک وايي چې په دې ریاست کې خو پښتانه هم شته دي، نو هغه خو د پنجاب نوکران دي، ګنې پخپله خوښه دې د پښتنو یوه ستونزه حل کړي، چې موږ هم ووینو چې واقعاً غلامان نه دي، بلکې اختیار لري».
پشتین وايي، چې د بر وطن افغانان یې له یوې خوا له کورونو ایستلي او له بلې خوا یې د تورخم دروازه ورباندې تړلې ده.
هغه زیاته کړې، چې پاکستاني واکمنان له تش لاسو افغانانو نه د خپلې ماتې غچ اخلي.
نوموړی وايي، د پي ټي ایم غړو افغان کډوالو ته په لارو کې طبي کیمپونه او نور مرستندویه کارونه کړي وو، خو حکومت په زور بند کړل او ملګرو په خپل مزاحمت هغه جاري وساتل.
منظور پشتین وايي، په همدې څو ورځو کې، پوځ په سویلي وزیرستان سرویکي، لدها، اعظم ورسک او په شمالي وزیرستان میرانشاه، میرعلي، خدري، ممندخیل، بنو، جاني خیل، بکاخیل، باجوړ، حسن خیل پیښور او نورو پښتني سیمو کې عام خلک وژلي او ژوبل کړي دي.
نوموړی وايي، پوځ په نږدې ورځو کې د خپلو رسنیو او د پښتنو په منځ کې موجود د پنجاب وفادارو وګړو له خولې تبلیغات چټک کړي، چې پښتانه پخپلو کې د یو بل سره په شخړو کې ښکیل کړي او د بېاتفاقۍ ګټه یې پنجاب ته ورسیږي.
نوموړي د خپل غورځنګ پر غړو غږ کړی، چې په جبري توګه د ستنېدونکو افغانانوترڅنګ ودرېږي، او په هر ځای کې هم په تنظيمي او هم په ولسي توګه یووالی او خدمت نور هم زیات کړي.

تورخم ته نږدې د خیبربښتونخوا په لنډي کوتل بازار کې ځایي خلکو د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو په غبرګون کې لاریون کړی. لاریونوالو له ځنډ پرته د تورخم او پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره د پاکستان د ټولو لارو د خلاصون غوښتنه کړې.
لاریونوالو پر پاکستان او طالبانو غږ کړی، چې د لارو د خلاصېدو په تړاو دې له خپل ضد تېر شي او خلک دې نور نه ځوروي. دوی وايي، د لارو د تړل پاتې کېدو له امله زرګونه کسان بېروزګاره شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د دوی کړاو به نور هم زیات شي.
لاریونوال وايي، د لارو تړل د هیڅ لوري په ګټه نهدی او پهکاره ده چې د خلاصون لپاره یې ټول پر اړوندو ادارو فشار راوړي. دا په داسې حال کې ده، چې نن د ۱۸مې ورځې لپاره هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي.
که څه هم وړاندې په تورخم او سپین بولدک کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د لارو د خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي؛ خو د پاکستان حکومت بیا اعلان کړی، چې تر بلې خبرتیا به ټولې لارې تړلې وي.
د راپورونو پربنسټ؛ د لارو د تړل کېدو له کبله دواړو پاکستان او افغانستان ته هره ورځ تر یو مېلیون ډالرو پورې زیان رسېږي او د لومړنیو توکو په بیو کې څو برابره زیاتوالی راغلی دی.
په ورته وخت کې د کرښې هاخوا د بلوچستان ایالت په چمن او همداراز په تورخم کې د سلګونه افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه هم خبرونه ورکړل شوي.
تمه کېده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترکیې په استانبول ښار کې د خپلمپنځي شخړو د حل لپاره د خبرو بریا او یوې هوکړې ته له رسېدو سره لارې خلاصې شوې وای؛ خو دغه خبرې هم بېپایلې پای ته ورسېدې او دا لا روښانه نهده، چې دغه لارې به تر کله پورې تړلې وي.

د طالبانو اړوند «المرصاد» رسنۍ د سېشنبې په ورځ په پېښور کې د نصرت په نوم چې په «پهلوان موسی او ابو ذر» مشهور و، د ناپېژندو وسله والو له لوري له ترور کېدو خبر ورکړی دی. المرصاد وايي، دغه کس د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو په اوږدو کې په کابل کې ځينې بریدونه هم پلان کړي و.
د طالبانو اړوند رسنۍ «المرصاد» وايي، دغه کس چې د داعش خراسان څانګې یو له مهمو کسانو و، په پاکستان کې یې د «پهلوان» په نوم د داعشیانو د یوه مهم مرکز مشري هم کوله.
سرچینه زیاتوي: «نوموړي په ښاري او چريکي جګړو کې مهارت لاره او په بهرنيو هېوادونو کې يې افراد هم روزل.»
د پاکستان امنیتي بنسټونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې د تلې په ۲۰مه د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي و، پاکستان په خپله خاوره کې د داعش پروژې پر موجودیت او پټنځایونو سترګې پټې کړي او د هغو په وسیله خپل دیني علماء او خلک وژني او همداراز د افغانستان او هم د نړۍ امنیت او ثبات پرې ګواښي او په باور یې «پاکستان خطرناکه لوبه پیل کړې ده.»
د مجاهد په وینا، داعش په پاکستان کې مرکزونه لري او له نورو هېوادونو استخدام شوي کسان د پاکستان له لوېدیځې پولې او د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ډګرونو خپلو یادو مرکزونو ته لېږدوي او له روزنې وروسته بیا یې افغانستان او نورې نړۍ ته د ترهګریزو بریدونو په موخه استوي.
ذبیحالله مجاهد زیاتوي: «زموږ د اطلاعاتو لهمخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسوول صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود دي، افغانستان په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا اشخاص باید طالبانو ته وسپارل شي.»
مجاهد همداراز له پاکستان څخه غوښتي، که یاد کسان دوی ته نه سپاري نو لږ تر لږه دې باید له خپلې خاورې وباسي او په دې توګه دې خپل مسوولیت ترسره او خپلې ژمنې پوره کړي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د حکومت او اپوزیسیون غړو د دغه ایالت د امنیتي وضعیت، له افغانستان سره د اړیکو د ترینګلتیا او د ترهګرۍ زیاتېدو په تړاو د یو ټولګوندیز کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د دوشنبې ورځې غونډه کې د ټولو سیاسي ګوندونو استازو د ناامنۍ، پر ډيورنډ کرښه د نښتو او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، دایمي سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې حکومت، اپوزیسیون، قبایلي مشران او دولتي ادارې په ګډه د سولې او ثبات ګډه تګلاره جوړه کړي.
د اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي وویل، خیبر پښتونخوا د یوې ډلې نه، بلکې د ټولو ګډ کور دی او باید د سولې په اړه مشورې له سیاسي محدودیتونو پورته وشي.
استازو ټینګار وکړ چې تېر شل کاله عملیات، بېکوري او تاوتریخوالي سوله نه ده راوستې، او د پوځي لارو پر ځای باید د خبرو او همغږۍ سیاست وپالل شي.
ځینو استازو د افغان کډوالو د جبري ایستنې، پر ډيورنډ کرښه بریدونو او د ترهګرۍ د نوې څپې په اړه اندېښنه وښوده، او له دواړو هېوادونو یې د زغم او همکارۍ غوښتنه وکړه.
زاهد هانزیب د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل: «د افغانانو د ایستلو دا ډول چلند ممکن سبا د غچ اخیستنې لامل شي، ادارې باید په هوښیارۍ عمل وکړي؛ که خبرې د حل لار وي، نو باید مخکې ترسره شوې وای.»
په پای کې اسمبلۍ پرېکړه وکړه چې د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره دې د ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او قبایلي مشرانو په ګډون یو ټولګوندیز کنفرانس راوبلل شي.