پخوانی چارواکی: د کونړ زلزلې د پاتې بې سرپرسته ماشومانو او مېرمنو د قاچاق وېره شته

په تېر جمهوري نظام کې د عامی روغتیا وزارت پخواني سلاکار او د ایمرجنسي پروګرامونو د ملي همغږۍ پخواني مسوول افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د کونړ د زلزلې د پاتې بېسرپرسته ماشومانو او مېرمنو د قاچاق وېره شته. بازمحمد شیرزاد وویل، چې ټول بې سرپرسته ماشومان او مېرمنې باید ثبت شي.