امریکا تر یوې اوونۍ وروسته لا هم په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره مرسته نه‌ده کړې

رویټرز خبري اژانس وايي چې امریکا په افغانستان کې تر زلزلې یوه اوونۍ وروسته هم له زلزله‌ځپلو سره مرسته نه‌ده کړې. د واشنګټن دغه دریځ د ملګرو ملتونو استازي او ځيني پخواني امریکايي چارواکي هم حیران کړي، ځکه دغه هېواد به پخوا په بحراني حالت کې تر هر چا مخکې و.