اسراییل: د سپاهپاسداران یو بل مهم قومندان مو هم وواژه

د اسراییل پوځ وايي، د امین پور جودکي په نوم د ایران سپاه پاسداران د بې پېلوټه الوتکو ځواک دویم قوماندان یې د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژلی دی.
دغه پوځ د شنبې پر ورځ (دغبرګولي ۳۱مه) په خپله اېکس پاڼه ادعا کړې چې جودکي له اهواز سیمې نه د اسراییل پر لور د سلګونو بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې لاس درلود.
اسراییل همداراز ویلي چې د سپاه پاسداران د بې پېلوټه الوتکو د عملیاتو د مخکېني قوماندان طاهر پور تر وژلو وروسته، جودکي د دغو عملیاتو په مشرۍ کې ډېر مهم رول درلود.
اسراییل پوځ ویلي چې دا برید د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې جګړې په بهیر کې د ایران د ډرون او توغندیزو تاسیساتو د ویجاړېدو لپاره د پوځي عملیاتو یوه برخه وه.