د اسراییل پوځ د ایران د « رشت »سیمې وګړو ته د بیړنۍ تخلیې خبرداری ورکړی

اسراییلي پوځ د ایران ګیلان ولایت د رشت سیمې د کلاش تالشان په کلي کې د سفیدرود صنعتي پارک باندې د برید خبرداري سره سم له خلکو غوښتي چې سیمه خالي کړي.
د الجزیرې تلویزون د راپور له مخې، پوځ ویلي چې په وروستیو کې یې د ایران رژیم پر پوځي زیربناوو بریدونه کوي او ډیر ژر به په دې سیمه هم برید وکړي.