جان اڅکزی: که هند کراچۍ په نښه کړي، ډیلي او ممبۍ به لهمنځه لاړ شي
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکېنی وزیر جان اڅکزی د نوي ډيلي او اسلام ترمنځ روانو ناندریو ته په اشارې وايي، که چېرې هند پر کراچۍ ښار برید وکړ، پاکستان به نوی ډیلي او ممبۍ لهمنځه یوسي.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په یوې مرکه زیاته کړې، چې د هند لهخوا د پاکستان د یو ښار د لهمنځه تلو په صورت کې به پاکستان لهخوا د هند دوه ښارونه لهمنځه لاړ شي.
هغه د خپلې وینا په یوې برخه کې پر پاکستان د هند احتمالي برید په تړاو دا د دغه هېواد تبلیغاتي جګړه بللې او زیاتوي، چې هېڅ پوځي ارزښت نهلري.
د هغه په وینا، پاکستان د هند د هر پوځي برید ته ځواب لري او په ډېرې اسانۍ سره کولای شي د دغه هېواد هر ښار په نښه کړي.
په داسې حال کې چې هند د کشمیر په پهلګام کې تر خونړي برید وروسته چې په ترڅ کې یې ۲۶ سیلانیان ووژل شول، له پاکستان سره د اوبو تړون لغوه کړ، خو جان اڅکزی وايي چې هند د دغه تړون د لهمنځه وړلو وړتیا نهلري.
د یادونې ده، چې د هندي کشمیر په پهلګام کې تر برید وروسته په تېرو څو ورځو کې د کشمیر پر پوله د هند او پاکستان د ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوي او هره ګړۍ د دې وېره شته، چې ګوندې هند به یو ځل بیا د پاکستان پر ځینو ښارونو بریدونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دغه هېواد د باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند تر راتلونکو ۲۴ یا ۳۶ ساعتونو پورې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
د تارړ په وینا، هند غواړي د کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستۍ پېښه د احتمالي برید د توجیه کولو لپاره د پلمي په توګه وکاروي.