د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال کندهار ته تللی دی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، چې د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر د طالبانو د واک مرکز کندهار ته سفر کړی او په دغه ولایت کې یې د طالبانو له والي ملا شیرین سره لیدلي دي.

اوچا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غونډې تمرکز «له پاکستان څخه د افغان کډوالو بیرته راستنیدو سره د روان بشري ناورین د حل لپاره بیړنۍ اړتیا وه.» «»

هېره دې نه وي، چې ملا شيرين د طالبانو يو مهم غړى او د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله ته نږدې کس دی، چې د ملا هبت‌الله بهرني میلمانه معمولاً له هغه سره ليده کاته کوي.

کندهار ته د ښاغلي فلیچر سفر په داسې حال کې کېږي، چې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره پر یوه پلان کار کوي.

داسې پلان چې د افغانستان په مسله کې د ښکېلو خواوو، هېوادونو او همداراز د طالبانو نظرونه د هېواد د راتلونکي لپاره راټول کړي.

د ملګرو ملتونو دا پلان د افغانستان لپاره په شپږو مهمو مسايلو راڅرخي، چې د نړۍوالې ټولنې او طالبانو وړاندیزونه په کې شامل دي.

په دې پلان کې بشري حقونه، ټول شموله حکومت، له ترهګرۍ سره مبارزه، پر طالبانو بندیزونه، د افغانستان د کنګل شوې شتمني او ډیپلوماټیک ماموریتونه شامل دي.

خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، چې ټام فلیچر کندهار ته د خپل سفر پر مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو د راستنېدوله مرکز او د میرویس نیکه په نوم دیتیم خانې څخه لیدنه وکړې ده.