ملګري ملتونه: تېرو لسو کلونو کې ۷۲ زره کډوال مړه یا تري تم شوي، چې ۵‌ زره یې افغانان دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې د تازه راپور له مخې، په تېرو لسو کلونو کې په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ پر لارو تر ۷۲ زرو ډېر کسان مړه او یا تري تم شوي دي، چې له دې ډلې پنځه زره مړه شوي کسان بیا افغانان دي.

دغه راپور چې تېره ورځ سې شنبه (د غوایي ۹مه) خپور شوی، تېر کال یې د کډوالو لپاره خونړی کال یاد کړی.
د دغه راپور له مخې، یوازې تېر کال لږ تر لږه ۸ زره او ۹۳۸ کسان مړه شوي دي.
د دغه شمېرو نږدې درې پر څلورمه برخه قربانیان هغه کسان دي، چې له جګړو، ناامنۍ او انساني ناورینونو تښتېدلي دي.
په راپور کې راغلي، چې په دغه موده کې په ناورینونو کې د راګیرو ۴۰ هېوادونو ۵۲ زره کسان د تېښتې پرمهال مړه شوي دي.
په دغه راپور کې لیبیا او میانمار د هغه هېوادونو په توګه یاد شوي، چې د تاوتربخوالي له ناورین سره مخ دي.
راپور زیاته کړې، د مرکزي مدیترانې لاره د کډوالۍ لپاره د نړۍ تر ټولو مرګونې لاره ده چې په تېره یوه لسیزه کې په دغه سمندر کې نږدې ۲۵۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
له بل پلوه کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د جګړو، ناامنۍ او ناورینونو له امله ښایي اصلي شمېرې تر دې هم لوړې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ په ډېرو برخو کې سیاسي، اقتصادي او اقلیمي ناورینونو د اجباري کډوالۍ نوې څپې رامنځته کړې.