منظور پښتین: پاکستان د هند پر ځای د باجوړ ماموندو د لغړۍ سیمې په خلکو برید کړی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په نیوکې سره وایي: «پاکستان د هند پر ځای د باجوړ لغړي ماموند پر ولس د هاوان ګولۍ ووېشتې، چې له امله یې څلور ماشومان په خپلو وینو کې لت پت پراته دي.»

نوموړي په پاکستان کې د پښتنو سره د هند ترینګلې اړیکې پرتله کړې او پر فیسبوک «میټا» یې لیکلي، چې پنجاب ته د اوبو بندولو خبر له خپرېدو وروسته د هند او پاکستان تر منځ یو ډول کړکېچ جوړ شو او اوس بیا دغه شخړه د جنګ تر ګواښونو پورې رسېدلې؛ خو اوس په پښتنو کې هم ځیني کسان د «پنجابي جرنیلانو» د خوشحالو لپاره لسټوني بډ وهلي او ډاډګېرنې یې پیل کړې دي.
خو نوموړی د پاکستان پر حکومت د نیوکې سره وایي، چې په کورمه کې د اوو میاشتو لپاره د تاوتریخجن وضعیت پرمهال د پاکستان حکومت غلی و؛ خو د پنجاب د اوبو بندېدو په تړاو بیا له پارلمان نیولې تر رسنیو پورې ټول پرې غږېږي.
هغه په خپل یادښت کې د لکي مروت مسله هم یاده کړې، هغه ویلي: «حکومت چې د لکي مروت اوبه بندې کړې دي هغه ورته د سره مسله نه ښکاري؛ خو البته د پنجاب د اوبو دفاع ته بیا دوی ټول شاڼه بشاڼه شي.»
هغه وړاندې د باجوړ پېښې په اړه لیکلي، دا نن یوازې باجوړ نه‌دی چې په وینو سور دی؛ بلکې پاکستان شل کاله باجوړ او ټوله پښتونخوا په وینو ولمبوله، خو بیا هم د دوی ټټر یخ نه شو.
هغه منلې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ اوس‌مهال له خورا ستونزو سره مخ دی؛ خو ټینکار یې کړی، چې د خپل ولس ترڅنګ ولاړ دی. خو نوموړي د دغو ستونزو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.
هغه دارنګه خبر ورکړی، چې د باجوړ د ماموندو پېښې پر ضد یې احتجاج روان دی او د پښتون ژغورنې غورځنک له غړو یې هم غوښتي، چې په کې برخه واخلي او هغه کسان چې نشي ورتلای؛ نو هغوی دې د خواله رسنیو له لارې خپل غږ پورته کړي.
هغه دا رنګه غوښتي، چې د دغې پېښې عاملینو ته دې د بند سزا ورکړل شي.