‏د طالبانو روغتیا وزیر: د ملګرو ملتونو ادارو افغانستان ته بې کیفیته توکي وارد کړي

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي ادعا کړې، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام او د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان ته بې کیفیته توکي وارد کړي دي. نوموړي دغه څرګندونې نن د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړې دي.

هغه ویلي، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د نري رنځ ۶۵۰ تشخیصیه کېټونه افغانستان ته وارد کړي، چې اسناد یې له واقعي توکو سره مطابقت نه‌لري او د ځینو یې لا تاریخ هم تېر دی.
که څه هم نوموړي ویلي، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په دې تړاو خپله تېروتنه منلې ده؛ خو لا د دغه پروګرام له‌خوا په ښکاره توګه څه نه دي ویل شوي.
د ښاغلي جلالي په خبره: «دغه سرغړونې موږ اړ باسي، چې له مرستندویه بنسټونو وغواړو، چې دغه مرستې د اړتیاوو له مخې مدیریت کړي.
نوموړي دارنګه د خوړو نړۍوال پروګرام د وارد شویو توکو پر کیفبت هم نیوکه کړې او په دې اړه یې ویلي، دغه ادارې شاوخوا ۶۷۵۰ میټریک ټنه د سوپر سیریل په نوم خوراکي توکي افغانستان ته وارد کړي چې د کیفیت معیارونه پکې ندي مراعت شوي او د کارولو وړ نه دي.
هغه زیاته کړې، د خوړو نړۍوال پروګرام ۵۵ میټریک ټنه پریمیکس مواد د ظرفیت په پام کې نیولو پرته افغانستان ته وارد کړي چې تاریخ‌ یې تېر دی او ضایع شوي دي.
‬⁩ دغه وزارت ادعا کړې، چې د درملو د قاچاق مخنیوي لپاره قانون جوړ شوی او له ګمرکاتو سره همغږي هم زیاته شوې چې یوازې په یوه میاشت کې یې د کندهار له ګمرک څخه ۱۰ کانتینره قاچاقي درمل بېرته مسترد کړي دي.