په تېره یوه اونۍ کې له پاکستاني بندخونو له ۸۰۰ ډېر افغان بندیان خوشې شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېرې یوه اونۍ کې ټولټال ۸۲۰ افغان بندیان چې په پاکستان کې بنديان وو، خوشې شوي او خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي، چې یاد شمېر بندیان د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

که څه هم یاد وزارت د یاد شمېر بندیانو د بندي کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه کړی، خو په دې وروستیو کې ډېری هغه افغانان د پاکستان په بندخونو کې دي چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني سندونه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې تر ۱۲ زره زيات افغان کډوال د ایران، پاکستان او ترکيې په زندانونو کې دي.

دغه وزارت ويلي، چې په تېر يو کال کې يې څه باندې څلور زره افغان کډوال د پاکستان او یران له زندانونو را خوشې کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني رسنيو ته ويلي و، چې ډېر افغان کډوال د پاکستان او ایران په زندانونو کې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ۸ زره افغان کډوال په ایران، ۳ زره په پاکستان او شاوخوا زر کسان په ترکيه کې بندیان دي.

طالبانو د دغو زندانیانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي چې دوی یې د خوشې کېدو هڅې کوي.

حقاني زياتوي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې زرو زيات افغان کډوال د پاکستان او یو زر ۳۵۰ کسان د ایران له زندانونو را خوشې کړي او هېواد ته یې ستانه کړي دي.

ډېری افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د غیر قانوني استوګنې په تور نیول شوي او یو شمېر د نشه یي توکو د استعمال له کبله هم زندانيان دي.

ایران د تېر کال په وروستۍ مياشت کې څه باندې ۵ سوه افغان زندانیان طالبانو ته وسپارل.

ایراني چارواکو ويلي و، چې د دغو زندانیانو جرمونه سیاسي نه وو.

د کډوالو د څار ادارې او فعالان د پاکستان او ایران په زندانو کې له افغان کډوال سره پر ناسم چلند هم نیوکې کوي.