د طالبانو پلاوی په کازان کې د روسیې او اسلامي نړۍ په اقتصادي غونډه کې ګډون کوي

د روسیې ټاس خبري اژانس د طالبانو د یوې سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې د طالبانو یو پلاوی د روسیې په کازان ښار کې د «روسیه او اسلامي نړۍ - نړیوال اقتصادي فورم» په ۱۶مه غونډه کې ګډون کوي.

یوې سرچینې چې ټاس خبري اژانس یې نوم نه دی په ډاګه کړی ویلي: «طالبان د کازان غونډې ته یو پلاوی لېږي.»

تمه ده چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي به یې مشري وکړي. په دغه پلاوي کې به د کرنې او انرژۍ په ګډون د یو شمېر نورو وزارتونو چارواکي هم شامل وي.

دغې سرچینې ټاس ته زیاته کړې، چې د طالبانو پلاوی به په دې سفر کې د روسیې او طالبانو ترمنځ د همکاریو د نویو فرصتونو د موندلو په موخه کار وکړي.

د «روسیې او اسلامي نړۍ - نړیوال اقتصادي فورم» غونډه به د می د میاشتې له دیارلسمې نیټې څخه تر ۱۸مې نیټې پورې د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي او اصلي تمرکز به یې په «ډیجیټل کولو او د همکارۍ فرصتونو» باندې وي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تر دې مخکې ویلي وو، چې د دغې غونډې په څنډه کې به د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ یوه لویه غونډه جوړه شي.

هغه زیاته کړه چې د روسیې د ولسمشر مرستیال الیکسي اورچوک به د روسیې او افغانستان د سوداګرۍ د غونډې مشري وکړي.

کابلوف یادونه وکړه، چې پر دې سربېره به د فورم په څنډه کې د افغاني تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي.