فرانسه: که ایران له اټومي وسلو لاس وانخلي، د ماشې میکانیزم به فعال کړو

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو خبرداری ورکړی، چې که د ایران او امریکا ترمنځ خبرې د اروپايي هېوادونو امنیتي ګټې تامین نه کړي، نو درې اروپايي هېوادونه به سمدلاسه د ماشې میکانیزم فعال کړي او د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه به پر ایران بېرته ولګوي.

هغه د دوشنبې په ورځ (د غویي ۸مه) وویل: «ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي او د يورانيمو د غني کولو په برخه کې له ټولو خپلو ژمنو څخه اوښتی دی.»
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر همداراز زیاته کړه، چې اټومي وسلو ته د ایران نه لاسرسی د اروپا په ګټه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اروپایي هېوادونو په ګډون امریکا او اسراییل هم ایران ته ګواښونه کوي، چې که د اټومي وسلو له ترلاسه کولو پر شا نه شي نو بله ګزینه به د دې هېواد پروړاندې پوځي ګام وي.