د بښنې نړیوال سازمان رپوټ: د طالبانو امر بالمعروف کارکوونکو تېر کال ۱۳ زره تنه نیولي

د بښنې نړیوال سازمان رپوټ وايي، چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت محتسبانو، چې د اخلاقي پولیسو په نوم هم یادیږي، د تېر کال په اوږدو کې ۱۳۰۰۰ کسان نیولي دي. دغه راز د طالبانو د امر بالمعروف د غړو د ناعادلانه ځواک کارونې لږ تر لږه یو زر او ۳۳ پېښې ثبت شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان کلني رپوټ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه تریخ تصویر وړاندې کړی چې له ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو، سیاسي مخالفانو او رسنیو سره د طالبانو پر چلند پکې نیوکې شوې دي.

رپوټ وايي، د طالبانو تعزیري سزاګانې په ټول هېواد کې روانې دي. د ۲۰۲۴ کال له اپریل تر جون پورې ۱۷۹کسان چې ۱۴۷ نارینه، ۲۸ ښځې او ۴ هلکان پکې شامل وو، له ورته سزاګانو سره مخ شوي دي.

د دې مجازاتو لپاره تورونه اکثراً د زنا، کور نه د تېښتې، او لواطت ول، چې ښځې او نجونې یې زیاتره متاثرې کړې دي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې تر ۲۰۲۴ کال مارچ پورې د طالبانو د امر بالمعروف د غړو د ناعادلانه ځواک کارونې لږ تر لږه یو زر او ۳۳ پېښې ثبت شوې دي چې ۲۰۵ ښځې او نجونې او ۸۲۸ نارینه او هلکان پکې شاملیږي.

رپوټ وايي، چې د طالبانو له خوا عامه اعدامونه دوام لري او په فبروري کې درې کسان په عامه توګه اعدام شول، او یو بل کس د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې اعدام شو. د نورو رپوټونو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د طالبانو محکمو له۳۰۰ نه تر۶۰۰ پورې بندیانو ته د مرګ سزا ورکړې ده.

په مارچ کې رپوټونه ورکړل شوي چې طالبان کېدای شي د زنا په جرم د سنگسار سزا بیا پیل کړي.

د عامه اعدامونو او نورو سختو سزاګانو پر دوام نړیوالې ټولنې سختې نیوکې کړې دي چې د قانوني حقوقو نقض او د عادلانه محاکمې حقونو ته پام پکې نه کیږي.