د پاکستان پوځ وايي، په کشمیر کې یې د هند یوه څارګره ډرون ویشتلې ده
د پاکستان پوځ نن سې شنبه ویلي، چې د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په بهمبر سیمه کې یې د سرحدي کرښې په اوږدو کې د هند یوه څارګره بې پیلوټه ډرون ویشتلې ده.
ډان ورځپاڼې ته پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي چې «کواډکوپټر» د څارنې فعالیتونه ترسره کول کله چې د پاکستاني ځواکونو لهخوا وویشتل شوه.
چارواکو زیاته کړې، چې د دغې بې پیلوټه الوتکې په ویشتلو سره دوی د پولې هاخوا د هند د څارنې د هڅو مخه ونیوله.