د اسلامي همکاریو سازمان: په کابل کې مو د غالۍ اوبدلو مرکز د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه

د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د اذربایجان نړۍوالې پراختیایي ادارې (اې ای ډي اې) او د دغه هېواد سفارت په همکارې د غالۍ اوبدلو لپاره د ښوونیز مرکز د پرانیستلو هوکړه لاسلیک کړې ده.

ياد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د دغې شوې پروژې موخه په افغانستان کې د دوديزو لاسي صنايعو په ځانګړې توګه د غالۍ اوبدلو د صنعت ساتنه او وده ورکول دي.»