عبدالغني برادر د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د پاکې انرژۍ پروژې بشپړې کړي

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د سې شنبې په ورځ په اروزګان کې وویل، چې د دې ډلې تر واکمنۍ وروسته نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې د پاکې انرژۍ ډېری پروژې درولي دي. نوموړي له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل، چې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، چې عبدالغني برادر د کجکي بند څخه د اروزګان دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسولو پروژه پرانیستې ده.

دا پروژه د ۲۰۱مېلیونه افغانیو په لګښت پلي شوې او د بشپړېدو په صورت کې به ۴۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.

برادر د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې له ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ له ملاتړ کوونکو بنسټونو وغوښتل، چې د ګډ مسوولیت د درک له مخې دې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاريوکړي او هغه پروژې چې نړۍوالو بنسټونو درولي، بېرته پیل کړي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان له پخوا راهیسې پر وارداتي برېښنا متکي پاتې شوی او د هېواد ډېره برخه عواید پرې لګول کېږي، حال دا چې د هغه په وینا وارداتي برېښنا هم ګرانه ده او هم دوامداره نه ده.

نوموړی دغه راز وایي، چې که له داخلي سرچینو استفاده وشي، د وارداتي برېښنا پر وړاندې تکیه کمولی شي او هېواد تدریجاً ځان بسیاینې ته رسوي.

ملا برادرد د پاکې انرژۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا پروژې نه یوازې ارزانه برېښنا تولیدوي، بلکې د زیان‌ رسوونکو ګازونو د خپرېدو مخه نیسي، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، د انرژۍ ثبات پیاوړی کوي، د تولید او کاري فرصتونو ظرفیت زیاتوي، بهر ته د اسعارو د وتلو مخه نیسي او د اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري.

نوموړي دا هم وویل، چې افغانستان د نړۍوال اقلیم په خرابېدو کې هېڅ رول نه لري، خو د صنعتي لویو هېوادونو له لوري تر ټولو زیات اقلیمي زیانونه ورته رسېدلي دي.