د پنټاګون مخېکنی سلاکار: هېګسټ د اصلي موضوعاتو پر ځای پر ځان ښودنه بوخت دی
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ مخکېنی او له دندې ګوښه شوی سلاکار کولین کارول په یوې پوډکاسټ مرکه پر هېګسټ ډېرې توندې نیوکې کړې دي. کارول وايي، چې هېګسټ د دفاع وزارت د داخلي مسایلو پر ځای په رسنیو کې د ځان او وزارت لپاره پر مثبت انځورجوړونې بوخت دی.
د پولیټیکو د راپور پر بنسټ، نوموړي ټینګار کړی چې هېګسټ تر ډېره دې ته اندېښمن وي چې په رسنیو کې څنګه ښکاري او عامه ذهنیت د ده پر وړاندې څنګه قضاوت کوي، نه دا چې د دفاع وزارت د واقعي او مهمو موضوعاتو پر وړاندې جدي چلند وکړي.
کارول د هېګسټ پرلهپسې سفرونو او رسنیزو مسایلو ته په اشارې وايي، چې د امریکا د دفاع وزیر دا ډول سفرونو موخه ځواک ښودنه ده او په وینا یې، دا کړنې پر دفاع وزارت او داخلي فعالیتونو ناوړه لګښتونه کولای شي.
د هېګسټ مخکېني سلاکار کولین کارول په پنټاګون کې د ځینو بدلونونو په تړاو وايي، چې دا بدلونونه د هېګسټ په ټیم کې د ژورو اختلافونو له امله رامنځته شوي او دا حالت د بنسټیزو عملیاتو او پرېکړو په بهیر کې ګډوډي رامنځته کړې ده.
یاده دې وي، چې کارول هم له همدغه ټیم څخه لېرې شوی دی.
په داسې حال کې چې د امریکا متحدهایالاتو د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د سېګنال پیغام رسوونکي په دویم چټ کې د پټو او محرمو معلوماتو له خپرېدو وروسته له توندو نیوکو سره مخ شو، ورسره جوخت سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزیر کلک ملاتړ کوي.
د یادونې ده، چې څه موده مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې پېټ هېګسټ د یمن د حوثي وسلهوالو پر ضد د مارچ میاشتې برید جزییات د «سیګنال» په یوه بل ګروپ کې شریک کړي، چې د هغه مېرمن، ورور او شخصي وکیل پهکې وو.