د پاکستان د دفاع وزیر: د پښتونخوا چارواکو ته اجازه نه ورکوو چې له طالبانو سره معامله وکړي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور او والي فیصل کریم کنډي ته به دا اجازه ورنه کړي، چې له طالبانو سره په خپلواک ډول معامله وکړي.

له پاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره په خبرو کې خواجه اصف زیاته کړې: «د دفاع او بهرنیو چارو مسایل په قانون کې ډیر واضح دي، نو پر دې اساس د حقوقي او قانوني پلوه له طالبانو سره د خبرو اترو موضوع یو فدرالي موضوع ده.»