هندي رسنۍ: د پاکستان پوځ لهخوا د پرلپسې پنځمې ورځې لپاره د پولې په اوږدو کې ډزې دوام لري
د هند انډیا ټوډې ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځ لهخوا د پرلپسې پنځمې ورځې لپاره د د دواړو هیوادونو د پولې په اوږدو کې ډزې دوام لري او هندي ځواکونو هم پرې ځوابي ډزې کړې دي.
د راپور له مخې، د هند او پاکستان د پولې په اوږدو کې د اوربند په وروستۍ سرغړونه کې د پاکستان پوځ بېګا شپه په جمو او کشمیر کې د کنټرول کرښې په اوږدو کې په څو ځایونو ډزې کړې دي.
راپور زیاته کړې، چې په اپرېل میاشت کې د پاکستان لهخوا د اوربند سرغړونې زیاتې شوې، چې له امله یې لږ تر لږه اووه پېښې راپور شوې دي.
د پهلګام بریدونو وروسته، هند د پاکستان پر وړاندې یو لړ غچ اخیستونکي اقدامات ترسره کړي دي او اسلام اباد یې د پولې هاخوا «ترهګرۍ» ته د اسانتیا په برابرولو او هڅولو تورن کړی دی.
خو د دغو ډزو له امله د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.