له افغانستان نه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوه
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې له افغانستان نه سعودي عربستان ته د حج لپاره د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ تېره ورځ پیل شوه. دغه لړۍ مدینې منورې ته د ۲۳۰ تنو حاجیانو په لېږد سره پیل شوه.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې ډلې په دې تړاو د کابل نړۍوال هوايي ډګر د ترمينل په تالار کې یوه ځانګړې غونډه هم جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د ارشاد حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر حمیدالله اخندزاده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه او د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هم ګډون لاره.
په دغې غونډه کې د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي، چې ټول ۳۰ زره حاجیان به په ٩٧ الوتنو کې حرمینو شریفینو ته ولېږدول شي.