پاکستان د تورخم او انګور اډې له لارو له ۱۵۰۰ ډېر افغان کډوال په جبري توګه ستانه کړي
پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام تېره ورځ دوشنبه د تورخم او انګور اډې له لارو ۱۵۷۵ کسان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي. د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د معلوماتو له مخې ۱۵۴۱ تنه د تورخم او ۳۴ کسان د انګور اډې له لارې ستانه کړل شوي.
دغې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په ستانه کړل شویو کډوالو کې ۵۵۳ د ACC کارت لرونکي او ۱۰۲۲ تنه بې اسناده کسان شامل دي.
خبریالانو ته په لېږلو معلوماتو کې یادې ادارې زیاته کړې، چې تر دې مهاله یې ۵۲۶۴۱۵ تنه افغان کډوال له دغو لارو خپل هېواد ته استولي دي.
بلخوا د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ټام فلیچر سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې ملګري ملتونه دې په جبري توګه له ګاونډيو هېوادنو د افغانانو د بېرته ستنولو په مخنیوي کې جدي اقدامات ترسره کړي.
د یادولو وړ ده، چې د کډوالو د بنسټونو د راپورونو له مخې پاکستان له ۲۰۲۳ کال نه تر اوسه نږدې یو مېلیون افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.
ملګرو ملتونو او د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دغه اقدام ناقانونه او نا انساني بللی او له دغه هېواد یې په وار - وار غوښتي، چې د جبري اېستلو دا لړۍ ودروي.
تر اوسه پورې پاکستان بیا دغه غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.