هندي سرچینې: نوی ډیلی د پاکستان پر وړاندې د پوځي اقدام په اړه په پوره ځیر مخته روان دی
د هند په حکومت کې رسمي سرچینو هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې نوی ډیلی د پاکستان پر وړاندې په پوره «ځیر» سره د پوځي اقدام په اړه غور کوي؛ ترڅو پاکستان ته د کشمیر په پېښه کې د لاس لرلو په تور «سزا» ورکړي.
خو پاکستان بیا وړاندې په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
دغه سرچینې ویلي، چې هند له ۲۰۱۹کال راهیسې د بریدونو په برخه کې خپله وړتیا پیاوړې کړې ده.