د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو اېستل اقتصادي لاملونه لري
ایراني رسنۍ اېراف د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي، چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو اېستل به د مسکو او کابل ترمنځ د بشپړو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګېدو په برخه کې ټول قانوني خنډونه لرې کړي.
په مقاله کې راغلي، د طالبانو ډله په ۲۰۰۳ کال کې د روسیې لهخوا په دغه نوملړ کې شامله شوه او د روسیې د قانون له مخې دوی سره هر ډول اړیکه د سزا وړ ګڼل شوې وه.
خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته روسیې له دغې ډلې سره د تعامل لپاره اساسي ګامونه اوچت کړل او د ترهګرو له نوملړه د دوی خذفول یې یوه ښه بېلګه ګڼل کېږي.
مقاله کاږي، چې د طالبانو سره د روسیې په نږدې والي کې ګڼې اقتصادي موخې پرتې دي.
له بل پلوه د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري په تېرو دوو کلونو کې زیاته شوې ده، چې په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۷۰ مېلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې یو مېلیارد ډالرو ته لوړه شوه.
اوسمهال افغانستان د روسیې د اوړو او اوبلن ګاز تر ټولو لوی واردوونکی هېواد دی.
په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان له روسیې څخه د ۱۳۲ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۷۵۰۰۰ ټنه اوبلن ګاز وارد کړی دی.
تمه کېږي، چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړه هیوادونو ترمنځ د ۵۰ مېلیون متر مکعب اوبلن ګاز د لېږد تړون هم لاسلیک شي.
له بل پلوه روسیه په افغانستان کې د پراخې پانګونې په لټه کې ده.
همدا تېره ورځ روسي سوداګرو په بلخ ولایت کې د طالبانو د مرستیال والي سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی غواړي د افغانستان په شمال کې د نفتي توکو د استخراج لپاره د یوې فابریکې د جوړولو لپاره ۵۰۰ مېلیون ډالره پانګونه وکړي.
دوی دارنګه د افغانستان له لارې د ټرانسپورتي دهلیزونو په پراختیا کې لېوالتیا ښودلې ده.
د تورغونډۍ-هرات-کندهار-سپین بولدک د اورګاډي پروژې ملاتړ او د بېلاروس-روسیې-قزاقستان-ازبکستان-افغانستان-پاکستان څو اړخیزه دهلیز له دغو هڅو څخه دی، چې موخه یې د هند سمندر ته لاسرسی ښودل شوی.
خو ځیني روسي شنونکي خبرداری ورکوي، چې د ترهګرو له نوملړه د طالبانو اېستل د دغې ډلې په ماهیت کې د بنسټیز بدلون یا د افغانستان په وضعیت کې د تلپاتې ښهوالي په معنا نه دی.
د ځینو باور بیا دا دی، چې له دې سره مسکو غواړي امریکا ته دا پیغام ورسوي، چې په افغانستان کې نفوذ لري او کولای شي په راتلونکې کې د منځګړي رول ولوبوي.
په مسکو کې بیا د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ کارپوه اندریو کوریبکو وویل، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو اېستلو سره روسیه هڅه کوي چې له طالبانو سره پوځي او استخباراتي همکاري پراخه کړي او په ګډه د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.
کوریبکو وویل: «له دې سره روسیه کولای شي، چې له طالبانو سره پراخه پوځي او استخباراتي همکاري ولري.»
خو تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې د روسیې د «ترهګرو» له نوملړه د طالبانو حذفول لنډمهاله ګڼل کېږي او که د طالبانو چلند بدل شي؛ نو ښایي لغوه شي.
خو په ټولیزه توګه روسیه هڅه کوي، چې خپله پالیسي پېچلې وساتي؛ په داسې حال کې چې له طالبانو سره اړیکې جوړوي او په ورته وخت کې له نورو کورنیو او بهرنیو لوبغاړو سره خپلې اړیکې ساتي ترڅو په افغانستان کې خپل دریځ پیاوړی کړي.