مریم نواز: پاکستان یو اټومي ځواک دی، دوښمن به له برید مخکې لس ځله فکر کوي
د پنجاب سروزیره مریم نواز وايي، پاکستان یو اټومي ځواک دی او د پاکستان پوځ د دفاع لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.
نوموړې دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ لاهور کې یوې غونډه کې وکړې.
مریم نواز زیاته کړه: «پاکستان یو اټومي ځواک دی، دوښمن به له برید مخکې لس ځله فکر کوي. موږ باید خپلمنځي اختلافات شاته کړو او د پوځ تر شا ودرېږو.»
هغې خپلو خبرو کې وویل، چې د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله کړکېچ شته، خو ولس دې اندېښنه نه کوي، د پاکستان پوځ د هر ډول تېري مقابله کولی شي.
مریم نواز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د رامنځته شوي برید له امله د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې دي.
له دې پېښې وروسته هند له پاکستان سره د سند اوبو تړون وځنډاوه او دې کړنې د پاکستان غوسه راپارولې ده.
تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر ویلي و، چې هند پرې هره شېبه یرغل کولای شي.
خواجه محمد اصف دغه راز زیاته کړې، هېواد به یې یوازې هغه وخت اټومي وسلې وکاروي چې وجود ته یې مستقيم ګواښ پېښ شي.
تازه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې هند نه شي کولای د اندوس د اوبو تړون په یو اړخیز ډول لغوه کړي.
هند او پاکستان د دې پېښې عاملین یو او بل ګڼي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري وايي، هند لا هم د پهلګام د پېښې په تړاو کوم ثبوت نهدی وړاندې کړی، خو پاکستان یو هندی روزل شوی ترهګر نیولی، چې د دغه هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره یې د هند له پوځ سره مستقیمې اړیکې درلودې.
چودري دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې د پېښې اووه ورځې پوره شوې، خو هند يوازې لفظي تورونه لګولي، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي.
د چودري څرګندونو ته تراوسه هندي لوري کوم غبرګون نه دی ښودلی.