بلاول بوټو: هند ته د خپلو کورنيو ستونزو د هواري پر ځای پر پاکستان تور لګول اسانه دي

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي، هند د دې پر ځای چې خپلې کورنۍ جدي ستونزې حل کړي پر پاکستان تور لګوي. هغه وايي، موږ څو ځله د خبرو اترو هڅه کړې، خو هند د خبرو لپاره هېڅ تياری نه لري.