د امریکا پخوانیو سرتېرو له ټرمپ څخه غوښتي چې د افغان متحدینو د ملاتړ پروګرام ته دوام ورکړي

فاکس نیوز راپور ورکوي، چې د اپرېل په ۱۰مه د سپینې ماڼۍ د بودیجې او مدیریت دفتر له خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک شوی بودیجوي سند لېږل شوی، چې پکې ښيي د ټرمپ اداره غواړي د افغان متحدینو د انتقال پروګرام (CARE) بودیجه بنده کړي.

دغه پروګرام د هغو افغانانو لپاره جوړ شوی، چې له امریکا سره یې مرستې کړي او اوس د ځانګړې ویزې یا کډوالۍ د پروګرام له لارې دغه هېواد ته د انتقال په تمه دي.

اوسمهال په (CARE) پروګرام کې شاوخوا ۶۰۰ مېلیونه ډالر پاتې دي، خو سپینې ماڼۍ وړاندیز کړی چې دا پیسې دې د پروګرام د بندېدو لپاره د ۲۰۲۵کال تر پایه پورې په منظم ډول وکارول شي.

فاکس نیوز دغه راز لیکلي، د امریکا د ملي امنیت شورا او د بهرنیو چارو وزارت د دوی پوښتنې ته چې ایا دغه پاتې پیسې به د افغانانو د انتقال لپاره ولګول شي که په فیلپین، قطر او البانیا کې د هغوی د پروسس مرکزونو د بندېدو لپاره وکارول شي، ځواب نه دی ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: «وزارت دا مهال د افغانانو د انتقال پروګرام او د(CARE)دفتر راتلونکی ارزوي، خو تر اوسه هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د (CARE) دفتر اوس هم د هغو افغان متحدینو ملاتړ کوي چې له مخکې د پروسس لپاره بهرنیو مرکزونو ته انتقال شوي دي.»

مګر د دغه پروګرام په اړه پخوانیو سرتېرو اندېښنه ښودلې.

دغه پخواني سرتېري وایي، که چېرې دا پروګرام وتړل شي دا به د امریکا نوم بد کړي او هغو افغانانو ته به تاوان ورسوي، چې د امریکا پر ژمنو یې باور کړی و.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو تجربه کار افسر شاون ونډایور، د (AfghanEvac) بنسټګر او مشر وویل: «د دوامدار ښه راغلاست پروګرام چې زموږ هېواد تر اوسه تجربه کړې د کډوالۍ تر ټولو خوندي او قانوني لار ده او پلټل شوو افغانانو ته اجازه ورکوي، چې زموږ ټولنو ته راشي، کار و بار پیل کړي او په داسې حال کې چې اوسمهال موږ د کاري ځواک له کمښت سره مخ یوو.»

ونډایور همداراز وویل، چې ټرمپ کولای شي د بایډن د ادارې پر ځینو نیمګړتیاوو ښه کار وکړي، ځکه د بایډن اداره دا پروسه دومره ورو ترسره کړه، چې خلک په پاکستان، افغانستان او شاوخوا ۹۰هېوادونو کې پاتې شول.

هغه زیاته کړه: «په ځانګړي ډول په پاکستان کې د بایډن اداره د افغانانو د ژر پروسس ژمنه کړې وه، خو تر اوسه یې خپله ژمنه نه ده پوره کړې. اوسمهال ۱۰زره افغانان په پاکستان کې بند پاتې دي، ځکه بایډن ونه شو کولای هغوی ته ژر ځای برابر کړي.»

شاون ونډایور ټینګار وکړ، چې "ولسمشر ټرمپ اوس دا چانس لري چې د پخوانیو پوځیانو او زموږ د جګړې متحدینو لپاره یو اتل ثابت شي او دا ثابته کړي چې کله امریکا ژمنه کوي، نو پوره کوي یې.»

د اپرېل په ۲۳مه نېټه د افغانانو د تخلیې ډلې له خوا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هېګست، د کورني امنیت وزیرې کرسټي نوم او د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز ته یو پرانیستی لیک لېږل شوی.

په دې لیک کې ویل شوي، چې تر ۲۵۰,۰۰۰ ډېر افغانان لا هم د انتقال د پروګرامونو په بهیر کې بند پاتې دي.

د جګړو څار متخصص بل روژیو ویلي: «طالبانو ثابته کړې چې هغوی له هغو افغانانو سره بې‌رحمانه چلند کړی او لا یې هم کوي، کوم چې له امریکا یا پخوانۍ افغان حکومت سره یې کار کړی و او دوی زرګونه کسان وژلي یا شکنجه کړي دي.»

نوموړي زیاته کړې: "طالبان هېڅ د باور وړ نه دي. د دوی تېرو کړنو دا ثابته کړې، لکه د دوحې د ناکام تړون ښکاره ماتول، القاعدې ته د امن ځای ورکول او له پخواني افغان حکومت سره د خبرو نه‌منل، دا ټول ښيي چې طالبانو هېڅکله ژمنې نه دي پوره کړې.»