پاکستان: ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې پر مونږ برید وکړي
پاکستاني چارواکو د خپلو باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
دا څرګندونې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د سېشنبې شپې ناوخته (د اپرېل ۲۹مه) د دغه هېواد د جیونیوز ټلوېزیوني شبکې لهخوا په خپاره شوي ویډيويي بیان کې مطرح کړې دي.
د تارړ په وینا، هند غواړي د کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستۍ پېښه د احتمالي برید د توجیه کولو لپاره د پلمي په توګه وکاروي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړې، چې اسلاماباد به د هر ډول تېريکوونکي اقدام ته « کلک او جدي» ځواب ورکړي.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان په سیمه کې د هند «ځانخوښي قاضي او جلاد» رول نهمني او ادعا کوي، چې هېواد یې په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ له امله قرباني ورکړې ده.
پاکستان دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې همدا څو ساعته مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي لپاره خبرې کوي.