په تېرو څو ورځو کې یو زرو ۳۷۶ هندیان له پاکستان او ۷۸۶ پاکستانيان له هند څخه وتلي

د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوې وسله‌الې ډلې تر خونړي برید او د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ د ناندرۍ تر ډېرېدو وروسته، یو زرو ۳۷۶ هندیان له پاکستان او همداراز ۷۸۶ پاکستانيان له هند نه وتلي دي.

ټایمز اف انډیا د چهارشنبې په سهار (د اپرېل ۳۰مه) د ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ د روانو تحولاتو په دوام اتاري-واګه پوله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو لپاره یوازینۍ ځمکنۍ لاره بلل کېږي، د اتباعو د تبادلې پر یوه لوی مرکز بدله شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دا تبادله د دواړو هېوادونو د سرحدي چارواکو تر سختو امنیتي تدابیرو او څارنې لاندې ترسره شوې ده.

هندي رسنۍ وايي، چې اوسني وضعیت ته په پام تمه کېږي، چې دا بهیر به لا ډېر دوام ومومي او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې تاوتریخوالی نور هم پېچلی شي.

په داسې حال کې چې د نوي ډیلي او اسلام‌اباد اړیکې شېبه په شېبه خړېږي، نړۍوالې ټولنې پر دواړو هېوادونو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي له زیاتولو ډډه وکړي او سوله‌ییزې حل‌لارې ولټوي.

همداراز، تېره شپه د امریکا متحده‌ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم وویل، چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي په موخه خبرې کوي.

د یادونې ده، چې تېره شپه ناوخته پاکستاني چارواکو د خپلو باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.