په بلوچستان کې د یوه ځانمرګي په ګډون دوه بریدګر وژل شوي دي

د بلوچستان د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې خبر ورکړی، چې په کویټه کې یې د یوه ترهګریز برید مخه نیولې او د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون یې دوه «وسله‌وال» وژلي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ته پوليسو ویلي، چې دغه کسان د پاکستان د امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د دغه ادارې وياند وويل:« امنيتي ادارو د کوټې- شکور لويې لارې څخه د ٢٥ کيلومترو په واټن د درخشان په سيمه کې د وسله‌والو د حضور په اړه راپور ترلاسه کړ. د دغه راپور پر بنسټ د بريدګرو د بريد پلان شنډولو لپاره عمليات پيل شول.»

یوه ځايي چارواکي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د څانګې د کارکوونکو او په درنو وسلو سمبالو وسله‌والو ترمنځ د ډزو د تبادلې خبر هم ورکړی دی.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې د سختو ډزو په پایله کې دوه وسله‌وال وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د ډزو په تبادله کې يو وسله‌وال وژل شوى او بل يې ځانمرګى واسکټ وچاوه. چارواکي وايي، له دغو کسانو څخه ځانمرګي واسکټونه، چاودېدونکي توکي او وسلې هم ترلاسه شوي دي.