د مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند د کاناډا فدرالي ټاکنې وګټلې
د مارک کارني په مشرۍ د لیبرال ګوند، چې د کاناډا په اړه د ډونالډ ټرمپ د پالیسیو مخالفت هم کوي، د دغه هیواد فدرالي ټاکنې وګټلې.
په کاناډا کې د لیبرال ګوند بریا په هغه اقتصادي کړکیچ کې نوی بدلون بلل کیږي، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د سوداګریزې جګړې پیل کولو ګواښونو له امله رامنځته شوی و.