د هبت الله پر وړاندې د حقاني بغاوت؛ د استانبول په ماموریت کې د مخالفانو کارت کارول
استانبول ته د طالبانو د نږدې کس جعفر مهدوي وروستي سفر داسې ګنګوسې راپورته کړې، چې نوموړی د دغې ډلې له سیاسي مخالفینو سره د لیدنې لپاره تللی؛ ترڅو سراج الدین حقاني د هبت الله اخوندزاده سره په سیالۍ کې خپل دریځ پیاوړی کړي.
د ایرانۍ ورځپاڼې ایراف د خپرې شوې مقالې له مخې؛ حقاني د جلاوطنه مخالفینو د وړتیا په کارولو او د ولسواکۍ پر بنسټ شعارونو په راپورته کولو سره هڅه کوي، چې خپل کندهاری سیال شاته وغورځوي او د افغانستان دننه او بهر پراخ مشروعیت ترلاسه کړي.
طالبانو ته نږدې سیاسي شخصیت جعفر مهدوي په دې وروستیو کې استانبول ته د دغې ډلې د ځینو سیاسي مخالفینو سره د لیدو لپاره تللی دی.
راپورونه ښیي، چې د دغه سفر موخه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پیغام لېږل وو.
ښاغلي مهدوي تر دې وړاندې خپله هم ویلي و، چې هغه یو مهم پیغام له ځان سره وړی دی.
داسې انګېرنې شته، چې حقاني هڅه کوي د طالبانو د سیاسي مخالفینو پام ځانته را واړوي؛ ترڅو د طالبانو د مشرتابه سره په سیالۍ کې خپل دریځ پیاوړی کړي.
له واکه د هبت الله د لرې کولو لپاره د حقاني اوسپنیز وار
سراج الدین حقاني د هبت الله اخوندزاده یو له سرسختو سیالانو څخه دی.
که څه هم واک ته د طالبانو د رسېدو په لومړیو میاشتو کې د عبدالغني برادر او یعقوب مجاهد نومونه د طالبانو د مشر د سیالانو او ناراضه کسانو په نوملړ کې راغلي وو؛ خو اوس داسې ښکاري، چې سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر یو له سختو سیالانو څخه دی.
د مقالې له مخې، سراج الدین حقاني تر هغه چې واک ترلاسه نه کړي او خپلې موخې ته ونه رسېږي، د دې اراده نلري چې د واک لپاره له خپلې مبارزې لاس واخلي.
نوموړی دارنګه په دې وروستیو کې له درې میاشتني غیبت وروسته خپل دفتر ته راستون شو.
په دغه موده کې د نوموړي د استعفا خبرونه هم ښکته پورته کېدل.
په دغې موده کې نوموړي د ځینو طالب چارواکو سره هم ناستې لرلې او په دې لړ کې د دغې ډلې د کډوالو چارو سرپرست وزیر سره « هغه کس چې د طالبانو د مشر د تګلارو پټ نیوکه کوونکی ګڼل کېږي او ویل کېږي چې له حقاني شبکې سره نږدې اړیکې لري» یې هم لیدلي و.
خو اوس داسې برېښي، چې له اوږدې غیر حاضرۍ وروسته سراج الدین حقاني اوسپنیز وار ته چمتو دی؛ ترڅو د واک مسله د خپل ځان په ګټه وتړي. تر دې حده چې هغه اوس د خپل دریځ او نفوذ د پیاوړتیا لپاره له طالبانو هاخوا ګام پورته کړی او خپله هیله یې په جلاوطنۍ کې د طالبانو مخالفینو پورې تړلې ده.
استانبول، د ژغورنې لپاره د تېښتې ځای
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته؛ ترکیه د طالبانو مخالفو مشهورو سیاسي شخصیتونو لپاره د جلاوطنۍ ځای ګرځېدلی دی او همدارنګه د هغو خوځښتونو سرچینه ګرځېدلې، چې د دغې ډلې سره د مقابلې په موخه راڅرګند شوي دي.
که څه هم دغو غورځنګونو تر اوسه د طالبانو د حکومت په ننګولو کې کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه لرله؛ خو په وروستیو میاشتو کې یې پام ځانته راړولی دی.
نو اوس حقاني هم هیلهمن دی، چې د دغه خلکو په ملاتړ سره د ځان لپاره د یوې اډې او کورني مشروعیت لپاره کار واخلي.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې دغه ډله به د سراج الدین حقاني د نفوذ په پیاوړتیا کې څومره مرسته وکړي؟ ایا د دوی حضور به هرڅه د حقاني په ګټه کړي؟
خلک د واک ترلاسه کولو لپاره د حقاني یوه پلمه ده
له غیر حاضرۍ وروسته په خپلې لومړنۍ ناسته کې د طالبانو پر مشر د نیوکې پر ځای، سراج الدین حقاني پرېکړه وکړه، چې په خپلې وینا کې اصلي تمرکز په «خلکو» وکړي.
د کندهار سره د سیالۍ لپاره هغه تل هڅه کړې، چې د "خلکو" د نوم په اخیستلو سره خپل دریځ پیاوړی کړي.
هر کله چې ملاهبت الله د خلکو په وړاندې خپلې سختې تګلارې پلي کړې دي، نوموړی د یو جدي مخالف په توګه راڅرګند شوی دی.
هغه د بل هر طالب چارواکي پرتله تل هڅه کړې، چې د خلکو د ګټو لپاره د طالبانو سختې تګلارې وننګوي.
هغه په دې پوهېږي، چې د واک په مبارزه کې یوازې وسله او پوځي ځواک کافي نهدی. حقاني د خلکو په منځ کې د یو اصلاح غوښتونکي او منځلاري انځور په جوړولو سره هڅه کوي، چې خپل نرم دریځ د خلکو په منځ کې پیاوړی کړي او دا هغه څه دي، چې هبت الله له پامه غورځولي دي.