ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري ناورین د اندېښنې پړاو ته رسېدلی

افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو نه د هېوادوالو د ستنېدو د پراخې څپې په دوام، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې بشري ناورین د اندېښنې پړاو ته رسېدلی دی.

نوموړي بنسټ د سه‌شنبې په ورځ (د اپرېل ۲۹مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې یوازې د روان کال په اپرېل میاشت کې تر ۲۵۰زرو ډېر افغانان هېواد ته دننه شوي او په وینا یې، له دې ډلې شاوخوا ۹۶ زره یې په جبري ډول اېستل شوي دي.

د دغه سازمان د ویاند بابر بلوڅ په وینا، د افغانانو پراخ بېرته ستنېدل پر شته بشرپاله مرستو یو اضافي فشار وارد کړی، هغه بشرپاله سرچینې چې لا له وړاندې د مېلیونونو کسانو اړتیاوو ته په هېواد کې دننه ځواب بسنه نه کوي.

همداراز، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند اندېښنه ښودلې چې راستنیدونکي، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په افغانستان کې د کار، زده‌کړې او د تګ راتګ د ازادۍ په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو وار بیاد ایران او پاکستان پر حکومتونو غږ کړی، چې خپل هېواد ته د افغانانو ستنول باید په رضاکارانه، خوندي او درناوي سره ترسره شي او په دې تړاو یې ډاډمنتیا غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ د ۷.۵ مېلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده، تر څو بېرته راستنېدونکو ته د ژوند وسایل، د یوځای‌کېدو بهیر، مالي او ټرانسپورټي مرستې او په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو اړتیاوو ته د پاملرنې ترڅنګ بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې تر ۳.۵ مېلیون ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

دا هغه شمیره ده، چې د نړۍوالو سازمانونو په باور نه یوازې د داخلي بې‌ځایه‌کېدو ګواښ ډېروي، بلکې اروپا ته د کډوالۍ لپاره د نویو هڅو امکان هم لوړوي.