د «ایران اکسپو» په نوم د دې هېواد د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون جوړ شو

د «ایران اکسپو» په نوم د دې هېواد د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون د نړۍ د ۱۱۱ هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون سره ترسره شو.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه نړۍوال نندارتون کې تر زرو ډېر ایراني تولیدي شرکتونو خپل محصولات او صادراتي ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو هم خبر ورکړ چې د دې ډلې د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني له خپل مل پلاوي سره په دې نندارتون کې ګډون کړی.
یاد طالب چارواکي ایراني پانګه‌والو ته بلنه ورکړې، څو د افغانستان د کرنیزو سکتورونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د دې نندارتون په پرانیست غونډه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دغه هېواد د ختیځ او لوېدیځ، شمال او سوېل ترمنځ د اړیکو څلورلارې په توګه یاد کړی او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، سیمه‌ییز ټیکاو او د سولې پر ټینګښت یې ټینګار وکړ.