صالح پښتین ته؛ څنګه چې اور وسپنه کلکوي، دا ازموینه به ستا زړورتیا نوره هم پیاوړې کړي

د مخکني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ته په خطاب کې ویلي، چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره خبرې او نظریات یې کولی شي په دې نازک حالت کې په بې‌سارې توګه ارزښت ولري.

هغه په خپل اېکس کې لیکلي: «دا ډېر سخت او ازمایښتي وختونه دي او زه یوازې اټکل کولای شم چې ستا په ذهن کې به څومره فکرونه او اندېښنې ګرځي. ستا خبرې به په دې نازک حالت کې ډېره زیاته اغېزه ولري او ستا نظرونه او څرګندونې به بې‌سارې ارزښت ولري.»

که څه هم هغه په مشخص ډول د دې نازکو حالاتو په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو همداراز وایي: «لکه څنګه چې اور وسپنه کلکوي، همداسې دا ازموینه به هم ستا زړورتیا نوره هم پیاوړې کړي.»

د نوموړي په وینا، کوم بار چې اوسمهال د منظور پښتین پر اوږو دی هغه دومره اسانه نه دی.

صالح دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین یو وار بیا د پاکستاني دولت پر سیاستونو توندې نیوکې پیل کړي.