سټیفن دوجارېک: په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ مېلیونه خلک د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک وایي، په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۳ مېلیونه خلک چې د دغه هېواد تر نیمایي ډېر نفوس جوړوي؛ د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دغه اړتیاوې داسې مهال پېښیږي چې خپله ملګري ملتونه او شریکان یې د مرستو د تمویل له کمښت سره مخ دي.
نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته په خبري ناسته کې کړې دي.
ښاغلي دوجارېک د خپلو خبرو پرمهال افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر ټام فلیچر د سفر په اړه هم معلومات ورکړي دي.
د اوچا مشر ټام فلیچر چې اوس هم په کابل کې دی، د دغه سفر په لړ کې وړمه ورځ یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د دغې ډلې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف او د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي سره لیدلي وو.
نوموړي د دغه لیدنو پرمهال له طالب چارواکو سره د اقلیمي بدلون، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دوام، ناامنۍ او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې خبرې اترې کړې وې.
ښاغلي فلیچر پر اېکس پاڼه کاږلي و، چې د افغان مېرمنو وضعیت لاهم خورا کړکېچن دی.
هغه په ټینګار سره ویلي، چې د نجونو د زدهکړو او د دوی بشپړ ګډون پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی.
له بل پلوه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور موندنې ښیي، چې تر ۷۰ سلنه ډېرې مېرمنې بشري مرستو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د راپور له مخې، په بشرپاله ادارو کې د بشري ځواک په توګه د ښځینه کارکوونکو کمښت او د طالبانو لهخوا د ښځینهوو په تګ راتګ محدودیت د دغې ستونزې اصلي لاملونه دي.