په اذربایجان کې د افغانستان د امنیت په اړه د استخباراتي چارواکو ناسته شوې

اذربایجان د سې شنبې په ورځ د افغانستان د امنیت، سیمه‌ییز اتصال او پرمختګ په اړه د یوه نړیوال استخباراتي کنفرانس کوربه‌ و، چې د شلو هېوادونو د استخباراتو چارواکو پکې ګډون کړی و.

دا کنفرانس، چې د «افغانستان: سیمه‌ییز اتصال، امنیت او پرمختګ» تر سرلیک لاندې ترسره شوی، د اذربایجان د دولتي امنیتي خدمت (SSS) له لوري تنظیم شوی و. د کنفرانس پرانیستونکې وینا د یادې ادارې رییس ډګر جنرال علي نقییف وکړه، چې دا یې د افغانستان په اړه د پخوانیو ناستو دوام وباله.

د اذربایجاني رسنیو د رپوټ له مخې، نقییف وویل: «د افغانستان لپاره د یو متمرکز دولت جوړښت، چې د نړیوالو قوانینو او اصولو پابند وي، باید زموږ ټولو ګډ هدف وي».

هغه زیاته کړه، چې دا کنفرانس به د دغه هدف په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.

نقییف د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل چې دواړه ملتونه ژور تاریخي او فرهنګي تړاوونه لري. . هغه زیاته کړه، « اذربایجان تل د افغانستان د سیاسي ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ کړی او هېڅکله یې له خپلو هڅو ډډه نه ده کړې».

هغه د نړۍ او سیمې د هېوادونو پر ګډ اقدام ټینګار وکړ او ویې ویل: « اوسنی حالت دا ایجابوي چې نړۍ باید د ترهګرۍ، مخدره موادو قاچاق او ناقانونه مهاجرت په وړاندې د افغانستان د مبارزې پراخ ملاتړ وکړي».

نوموړي وویل، د دې کنفرانس له مهمو موخو یوه دا وه چې د هغو تخریبي ډلو او ترهګرو پر ضد یو واحد دریځ رامنځته شي، چې غواړي د افغانستان وضعیت لا پسې کړکېچن کړي. هغه زیاته کړه، « موږ باید ډاډمن شو چې افغانستان په نړیوال نظام کې خپل ځای ونیسي او سوله پکې ټینګه شي».

په کنفرانس کې د نورو هېوادونو استازو هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې دا ناسته به د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې د جدي اقداماتو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

دا کنفرانس په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لا هم له سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي بحران او امنیتي ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی او نړیوالې هڅې د یوه باثباته، ټولشموله او خپلواک دولت د جوړولو لپاره روانې دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړې، چې پر ځان د نړیوالې انزوا اغیزې کمې کړي.