د هند او پاکستان کړکېچ؛ هند له فرانسې سره د جنګي الوتکو د پېرلو هوکړه لاسلیک کړه

د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیاوو وروسته؛ د هند دفاع وزارت خبر ورکړی، چې له فرانسې سره یې د ۲۶ رافایل جنګي الوتکو د پېرلو هوکړه لاسلیک کړه.

د هند دفاع وزارت په وینا، د سمندري ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د دغو الوتکو د پېرلو لپاره یې د ۴.۷ مېلیارد ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغه الوتکو سپارلو لړۍ به تر ۲۰۳۰کاله پورې بشپړه شي.