له خبریالانو د ملاتړ سازمان: د رسنیو شکایتونه دې د عادلانه مراجعو له‌خوا وڅېړل شي

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د «راه فردا» ټلوېزیوني شبکې د فعالیتونو د ځنډېدو پرېکړې په غبرګون وايي، د خبریالانو د حقونو خوندیتوب ته ژمنتیا اړینه ده، خو د قضایي شفافیت له اصل پرته د یوې رسنۍ د ازادو فعالیتونو بندول د بیان پر ازادۍ اغېز کوي.

دغه سازمان د سې‌شنبې په شپه (غويي ۹مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د طالبانو له‌خوا د «راه فردا» ټلوېزیون د فعالیتونو د ځنډېدو پرېکړې په غبرګون د خواشیني د څرګندولو ترڅنګ، دا اقدام د بیان ازادۍ لپاره د اندېښنې وړ بللی دی.

دغه سازمان د طالبانو دغې پرېکړې ته په اشارې ټینګار کوي، چې د رسنیو اړوند شکایتونه باید د عادلانه او خپلواکو قضایي مراجعو له لوري وڅېړل شي، نه دا چې د رسنیو د فعالیت د بندېدو پرېکړه وشي.

د یاد سازمان په بیان کې راغلي: «که څه هم د خبریالانو د حقونو خوندیتوب زموږ لپاره لومړیتوب دی او هره اداره باید د خپلو کارکوونکو حقونو ته ژمنه وي، خو له شفاف قضایي بهیر پرته د رسنیو ازاد فعالیتونه ځنډول، د بیان ازادي تر پوښتنې لاندې راولي.»

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمېسیون په کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون خپرونې له دې امله ځنډولي چې ګواکې کارکوونکو ته یې معاشونه نه دي ور کړي.

د طالبانو د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمېسیون د طالبانو ضد څېرې محمد محقق اړوند د «راه فردا» ټلوېزیوني شبکې دوسیه محکمې ته راجع کړې او په وینا یې، د محکمې تر پرېکړې به د دغه ټلوېزیون خپرونې بندې وي.